د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.
د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژه، چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته د کانالونو جوړول هم شامل دي، د هرات ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو مؤثره سور سره، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیفالجهاد، د دفتر او شپږمې ناحیې آمرین، د انجینرۍ عمومي مدیر، د سیمې مخور، د ګذر وکیلان او د سیمې د انکشافي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.
د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا او د غوره ښاري اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې ده.
دوی ټینګار کوي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د زیربنایي او انکشافي پروژو په پلي کولو سره د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ته معیاري سړکونو او غوره ښاري خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، د عرفان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او د دغه سړک اسفالت یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله. دوی همدارنګه د ښار د بېلابېلو سیمو متوازن پرمختګ ته د هرات ښاروالۍ د پاملرنې قدرداني وکړه.
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسؤولین وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم او په مطلوب کیفیت بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري، د تخنیکي مشخصاتو مطابق، د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

