د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

web_admin
Wed, Sep 30 2026 10:40 AM
د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژه، چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته د کانالونو جوړول هم شامل دي، د هرات ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو مؤثره سور سره، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او شپږمې ناحیې آمرین، د انجینرۍ عمومي مدیر، د سیمې مخور، د ګذر وکیلان او د سیمې د انکشافي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا او د غوره ښاري اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې ده.

دوی ټینګار کوي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د زیربنایي او انکشافي پروژو په پلي کولو سره د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ته معیاري سړکونو او غوره ښاري خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د عرفان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او د دغه سړک اسفالت یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله. دوی همدارنګه د ښار د بېلابېلو سیمو متوازن پرمختګ ته د هرات ښاروالۍ د پاملرنې قدرداني وکړه.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسؤولین وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم او په مطلوب کیفیت بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري، د تخنیکي مشخصاتو مطابق، د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

افتتاح

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:47 AM
Background image

Opening and Inauguration of the Bademorghan Road to Bakrabad Square Drainage Channel Project at a Cost of Approximately AFN 3 Million

The drainage channel construction project along Bademorghan Road to Bakrabad Square, covering the fifth, sixth, and seventh neighborhood blocks of District 3 of Herat City, has been. . .

Wed, Sep 30 2026 10:45 AM
Background image

Herat Mayor Inaugurates and Opens the Asphalt Road Project at the End of Erfan Township with a Cost of AFN 4 Million

The asphalt road project at the end of Erfan Township, including the construction of drainage channels on both sides of the road, located in District 6 of Herat City, has been completed. . .

BACK TO NEWS