د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژه، چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته د کانالونو جوړول هم شامل دي، د هرات ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو مؤثره سور سره، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او شپږمې ناحیې آمرین، د انجینرۍ عمومي مدیر، د سیمې مخور، د ګذر وکیلان او د سیمې د انکشافي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا او د غوره ښاري اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې ده.

دوی ټینګار کوي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د زیربنایي او انکشافي پروژو په پلي کولو سره د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ته معیاري سړکونو او غوره ښاري خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د عرفان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او د دغه سړک اسفالت یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله. دوی همدارنګه د ښار د بېلابېلو سیمو متوازن پرمختګ ته د هرات ښاروالۍ د پاملرنې قدرداني وکړه.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسؤولین وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم او په مطلوب کیفیت بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري، د تخنیکي مشخصاتو مطابق، د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

افتتاح

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.

د هرات ښار د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار د سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه، د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیز اداري ودانۍ جوړولو پروژه پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د تخت صفر میدانچې په ساحه کې د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیزې اداري ودانۍ جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د بیارغونې او احیا پروژې پرانیسته او د چارو پیل.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د موجوده جمنازیوم ترڅنګ، د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د احیا او بیارغونې پروژه، د ۱۴ میلیونه او ۹۹۳ زره او ۹۱۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات. . .

BACK TO NEWS