د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د خړوبولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو، د ۱۲۰۰ مترو پایپغځونې او د اړوندو ګلدانونو د ترمیم پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې پروژه کې د یوې لمریزې ژورې څاه کېندل، د ګلدانونو لپاره د ۱۲۰۰ مترو پایپغځونه او د اړوندو ګلدانونو ترمیم شامل وو، چې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د حقوقي او شرعي سلاکار، د نظارت او ارزونې، د ښاري پلانونو د ترتیب او شپږمې ناحیې آمرینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر اړوندو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو د چارو د پلي کېدو د کیفیت په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت کې بشپړه شوې ده.
په همدې حال کې، د هرات ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه خوښي څرګنده کړې او وایي، چې شنې ساحې د ښار په ښکلا، د چاپېریال په پاکوالي او د ښاریانو لپاره د سالمې او زړهراښکونکې فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د دوی په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره د ونو او بوټو د خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبو په برابرېدو، د موجوده ونو او ګلانو د ښه ساتنې او د شنو ساحو د پراختیا زمینه برابرېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
