د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د خړوبولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو، د ۱۲۰۰ مترو پایپ‌غځونې او د اړوندو ګلدانونو د ترمیم پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۳
د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د خړوبولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو، د ۱۲۰۰ مترو پایپ‌غځونې او د اړوندو ګلدانونو د ترمیم پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
په دې پروژه کې د یوې لمریزې ژورې څاه کېندل، د ګلدانونو لپاره د ۱۲۰۰ مترو پایپ‌غځونه او د اړوندو ګلدانونو ترمیم شامل وو، چې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د حقوقي او شرعي سلاکار، د نظارت او ارزونې، د ښاري پلانونو د ترتیب او شپږمې ناحیې آمرینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر اړوندو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
د پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو د چارو د پلي کېدو د کیفیت په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت کې بشپړه شوې ده. 
په همدې حال کې، د هرات ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه خوښي څرګنده کړې او وایي، چې شنې ساحې د ښار په ښکلا، د چاپېریال په پاکوالي او د ښاریانو لپاره د سالمې او زړه‌راښکونکې فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د دوی په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره د ونو او بوټو د خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبو په برابرېدو، د موجوده ونو او ګلانو د ښه ساتنې او د شنو ساحو د پراختیا زمینه برابرېږي. 
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

افتتاح

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت د ګازرګاه شریف د ۲۱م ګذر د سړک د کانکریټ‌اچونې او د ویالو جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د ګازرګاه شریف په سیمه کې د حضرت عمر فاروق (رض) جومات اړوند د ۲۱م ګذر د سړک د سطحې د کانکریټ‌اچونې او د ناوداني ویالو جوړولو پروژه، چې ۲۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۳
Background image

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د خړوبولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو، د ۱۲۰۰ مترو پایپ‌غځونې او د اړوندو ګلدانونو د ترمیم پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل رنګینه څخه تر جکان پورې د سړک د ګلدانونو د شنو ساحو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه د یوې لمریزې ژورې څاه د کېندلو پروژه، د هرات ښاروالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.

د هرات ښار د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار د سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه، د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او. . .

BACK TO NEWS