د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات ولایت مقام مخې ته د شنې ساحې د جوړولو پروژه، د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت،بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۲۱
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات ولایت مقام مخې ته د شنې ساحې د جوړولو پروژه، د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت،بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ولایت مقام مخې ته د شمال ختیځ لوري د شنې ساحې د جوړولو پروژه، چې له ۲ زره متر مربع څخه زیاته مساحت لري او د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه پرې نږدې ۲.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د ښاري شنو ساحو د پراختیا، د ښار د ښکلا، د هوا د ککړتیا د کمښت او د ښاریانو لپاره د یوه ښکلي او هوسا چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د دفتر او شپږمې ناحیې د آمرینو او د اړوندې ادارې د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د دغې پروژې د ګټې اخیستنې د پیل په مراسمو کې، په ښاري چاپېریال کې د شنو ساحو د پراختیا پر ارزښت په ټینګار سره، د دا ډول ځایونو جوړول د چاپېریال د ښه‌والي، د ښار د ښکلا د زیاتوالي، د هوا د ککړتیا د کمښت او د ښاریانو د تفریح او هوساینې لپاره د سالم او مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله او د ښار په نورو سیمو کې یې هم د ورته پروژو د پلي کېدو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د هرات ښار یو شمېر ښاریانو هم د دغې پروژې د ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او دا یې د ښار د ښکلا او د شنو ساحو د زیاتوالي په برخه کې مثبت ګام وباله او د ښار په نورو برخو کې یې د ورته پروژو د پراختیا غوښتنه وکړه.
بل لور ته، د پروژې قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ، چې د پروژې ټولې کاري مرحلې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د دوو میاشتو څخه په زیاته موده کې د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

افتتاح

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

تدویر برنامهٔ مشترک آموزشی (سلامتی دهان و دندان) از سوی شاروالی و کلینک مهرسلامت حسب هدایت مکتوب شماره 701 مورخ 19/1/1448 ریاست محترم انسجام امور شاروالی ها در مورد راه اندازی برنامه های آموزشی و به منظور حمایت از سکتور صحی خصوصی و به هدف ایجاد تسهیلات.

برای کارکنان خدماتی شاروالی هرات ؛ براساس تفاهمنامهء همکاری دوجانبه میان شاروالی هرات و کلینیک تخصصی مهرسلامت ، برنامهء آموزشی تحت نام (سلامتی دهان و دندان) برای کارکنان شاروالی هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۶
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار فضای سبز مقابل مقام ولایت هرات با هزینه‌ای نزدیک به ۲.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار فضای سبز در ضلع شمال‌شرقی مقابل مقام ولایت هرات، به مساحت بیش از ۲ هزار متر مربع و با هزینه‌ای نزدیک به ۲.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات، تکمیل و به بهره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۴
Background image

افتتاح و آغاز بهره‌برداری از پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودیجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین، واقع در ناحیه هفتم شهر به طول‌های ۱۵۵ و ۱۸۰ متر و عرض‌های ۳، ۵ و ۷ متر، همراه با احداث کانال‌های مربوطه، با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون. . .

BACK TO NEWS