د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات ولایت مقام مخې ته د شنې ساحې د جوړولو پروژه، د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت،بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۲۱
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات ولایت مقام مخې ته د شنې ساحې د جوړولو پروژه، د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت،بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ولایت مقام مخې ته د شمال ختیځ لوري د شنې ساحې د جوړولو پروژه، چې له ۲ زره متر مربع څخه زیاته مساحت لري او د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه پرې نږدې ۲.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د ښاري شنو ساحو د پراختیا، د ښار د ښکلا، د هوا د ککړتیا د کمښت او د ښاریانو لپاره د یوه ښکلي او هوسا چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د دفتر او شپږمې ناحیې د آمرینو او د اړوندې ادارې د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د دغې پروژې د ګټې اخیستنې د پیل په مراسمو کې، په ښاري چاپېریال کې د شنو ساحو د پراختیا پر ارزښت په ټینګار سره، د دا ډول ځایونو جوړول د چاپېریال د ښه‌والي، د ښار د ښکلا د زیاتوالي، د هوا د ککړتیا د کمښت او د ښاریانو د تفریح او هوساینې لپاره د سالم او مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله او د ښار په نورو سیمو کې یې هم د ورته پروژو د پلي کېدو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د هرات ښار یو شمېر ښاریانو هم د دغې پروژې د ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او دا یې د ښار د ښکلا او د شنو ساحو د زیاتوالي په برخه کې مثبت ګام وباله او د ښار په نورو برخو کې یې د ورته پروژو د پراختیا غوښتنه وکړه.
بل لور ته، د پروژې قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ، چې د پروژې ټولې کاري مرحلې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د دوو میاشتو څخه په زیاته موده کې د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

افتتاح

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات ښاروالۍ او مهرسلامت کلینیک له لوري د خولې او غاښونو د روغتیا ګډه ښوونیزه برنامه ترسره شوه د ښاروالیو چارو د انسجام محترم ریاست د ۱۴۴۸/۱/۱۹ نېټې د ۷۰۱ ګڼې مکتوب د لارښوونې له مخې، چې د ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه صادر شوی او د خصوصي روغتیايي

سکټور د ملاتړ او د هرات ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هرات ښاروالۍ او مهرسلامت تخصصي کلینیک ترمنځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د ښاروالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۲۱
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات ولایت مقام مخې ته د شنې ساحې د جوړولو پروژه، د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت،بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ولایت مقام مخې ته د شمال ختیځ لوري د شنې ساحې د جوړولو پروژه، چې له ۲ زره متر مربع څخه زیاته مساحت لري او د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه پرې نږدې ۲.۵ میلیونه افغانۍ لګښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې د ۱۵۵ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي او د ۳، ۵ او ۷ مترو په پلنوالي، د اړوندو کانالونو له جوړولو سره. . .

BACK TO NEWS