د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او چاریې پیل شوې.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۲۸
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او چاریې پیل شوې.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو په بېلابېلو برخو کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه، چې په مسلح کانکریټي او ډبرین ډول جوړېږي، د ۱۸۹۶ مترو په ټولیز اوږدوالي او ۷ مترو پلنوالي سره، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۷ میلیونه او ۹۵۶ زره او ۶۹۵ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د څوارلسمې ناحیې او د ښاري پلانونو د ترتیب آمریتونو د مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او چارې یې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د دې پروژې پلي کول د کوڅو د وضعیت د ښه‌والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د سطحي اوبو د لا ښه مدیریت په موخه ترسره کېږي.
د پروژې پلي کوونکې شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت ډاډ ورکړی او وایي، چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهال‌وېش سره سم بشپړې کړي.
بلخوا، د څوارلسمې ناحیې اړوند د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او د کوڅو د وضعیت د ښه‌والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې اغېزمن ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه به د «محمد کبیري» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د دوو میاشتو څخه په زیاته موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه احیا و بازسازی بخش جنوب‌غربی پارک ترقی (ملکیار) با هزینه‌ای نزدیک به ۱۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

کار پروژه احیا و بازسازی بخش جنوب‌غربی پارک ترقی (ملکیار)، واقع در جوار جمنازیوم موجوده مربوط ناحیهء چهارم شهر، با هزینه‌ای مجموعی ۱۴ میلیون و ۹۹۳ هزار و ۹۱۰ افغانی از بودجه انکشافی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه همراه با اعمار کانال‌گذر افضل‌آباد و حمام موسی‌ها با هزینه‌ای نزدیک به ۸ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌همراه با اعمار کانال‌، به شکل کانکریت سیخ‌دار و سنگی، در موقعیت‌های مختلف گذر افضل‌آباد و حمام موسی‌ها، واقع در ناحیه چهاردهم شهر هرات، به طول مجموعی ۱۸۹۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه‌ احداث کانال خواجه مرادبخش و معلم ۳ با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی در ناحیه اول شهر هرات.

پروژه‌ء احداث کانال در سمت شمال خواجه مرادبخش (آخر جوی) و کانال معلم ۳، مربوط گذر جی ۶ ناحیه اول شهر هرات، به طول مجموعی ۵۲۵ متر و با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی. . .

BACK TO NEWS