د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او چاریې پیل شوې.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۲۸
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او چاریې پیل شوې.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو په بېلابېلو برخو کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه، چې په مسلح کانکریټي او ډبرین ډول جوړېږي، د ۱۸۹۶ مترو په ټولیز اوږدوالي او ۷ مترو پلنوالي سره، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۷ میلیونه او ۹۵۶ زره او ۶۹۵ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د څوارلسمې ناحیې او د ښاري پلانونو د ترتیب آمریتونو د مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او چارې یې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د دې پروژې پلي کول د کوڅو د وضعیت د ښه‌والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د سطحي اوبو د لا ښه مدیریت په موخه ترسره کېږي.
د پروژې پلي کوونکې شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت ډاډ ورکړی او وایي، چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهال‌وېش سره سم بشپړې کړي.
بلخوا، د څوارلسمې ناحیې اړوند د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او د کوڅو د وضعیت د ښه‌والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې اغېزمن ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه به د «محمد کبیري» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د دوو میاشتو څخه په زیاته موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د بیارغونې او احیا پروژې پرانیسته او د چارو پیل.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د موجوده جمنازیوم ترڅنګ، د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د احیا او بیارغونې پروژه، د ۱۴ میلیونه او ۹۹۳ زره او ۹۱۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او چاریې پیل شوې.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د افضل‌آباد او حمام موسی‌ها ګذرونو په بېلابېلو برخو کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې او کانال جوړولو پروژه، چې په مسلح کانکریټي او ډبرین ډول جوړېږي، د ۱۸۹۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مرادبخش او معلم ۳ سیمو کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د جي ۶ ګذر په خواجه مرادبخش شمال لوري (د ویالې په پای) او معلم ۳ سیمو کې د کانال جوړولو پروژه، چې ټولټال ۵۲۵ متره اوږدوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي. . .

BACK TO NEWS