د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړهراښکونکې فضا! د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچيکاري او تزئین، ادویه شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس
ګونو ناحیو کې ترسره کېږي.
د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت مسئولین وایي، چې دغه فعالیتونه د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا د تأمین او د ښاریرانو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.
د اړوندې برخې مسئولین له ټولو درنو هراتي ښاریرانو څخه غوښتنه کوي، چې د شنو ساحو د ساتنې اصولو په رعایت او د ښاروالۍ له اړوندو څانګو سره په همکارۍ، د ښار د پارکونو، بلوارونو او نورو شنو ساحو په ساتنه او همداراز د ښاري چاپېریال د پاکوالي او سمسورتیا په ساتلو کې فعاله ونډه واخلي.
