د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړه‌راښکونکې فضا! د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچي‌کاري او تزئین، ادویه ‌شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۷

ګونو ناحیو کې ترسره کېږي.

د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت مسئولین وایي، چې دغه فعالیتونه د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا د تأمین او د ښاریرانو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.

د اړوندې برخې مسئولین له ټولو درنو هراتي ښاریرانو څخه غوښتنه کوي، چې د شنو ساحو د ساتنې اصولو په رعایت او د ښاروالۍ له اړوندو څانګو سره په همکارۍ، د ښار د پارکونو، بلوارونو او نورو شنو ساحو په ساتنه او همداراز د ښاري چاپېریال د پاکوالي او سمسورتیا په ساتلو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۰
Background image

د هرات ښاروالۍ په ورځني ډول ۸۰۰ متر مکعب خځلې او کثافات د ښار د بیلابېلو سیمو څخه راټول او له ښاره بهر لیږدوي.

د هرات ښاروالۍ د تنظیف برخې هڅانده او زیارکښه کارکوونکي شپه او ورځ د ښار بېلابېلو ناحیو کې د عمومي کانالونو او لښتیو پاکولو، د خځلو او کثافاتو راټولولو او انتقال او د واټونو او پلي لارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۸
Background image

د هرات قدرمنو ښاریانو! د هرات ښاروالۍ د تنظیف زیارکښه او هڅانده کارکوونکي په واورین موسم کې شپه او ورځ د ښار د پاکوالي او صفایي لپاره زیار کوي.

له دې کبله د هرات ټولو پتمنو ښاریانو څخه غوښتنه کوو؛ ترڅو د ښار په پاکوالي او صفایي کې د دغې ادارې اړوند څانګې پرسونل سره لازمه او پروخت همکاري وکړی.

د ښار د ویالو، لښتیو، واټونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۷
Background image

د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړه‌راښکونکې فضا! د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچي‌کاري او تزئین، ادویه ‌شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس

ګونو ناحیو کې ترسره کېږي.

د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت مسئولین وایي، چې دغه فعالیتونه د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا د تأمین او د ښاریرانو. . .

BACK TO NEWS