د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.
د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او په منځني ډول ۲۰ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۴۱۱ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې او چارې یې پیل شوې.
د دې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیفالجهاد، د نظارت او ارزونې آمر انجینر محمدیار شهاب، د دوهمې ناحیې آمر ملا اسدالله عمر ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.
د هرات ښاروالۍ مسئولین د دې پروژې پلي کول د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګراتګ د اسانتیا او د ښاري سیمې د ښکلا د ښه والي په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي، چې پروژه به د فني معیارونو له مخې په ښه کیفیت بشپړه شي.
له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولین هم ډاډ ورکوي، چې د پروژې چارې به د ټاکل شوي کاري پلان او مودې له مخې، د فني معیارونو او اړین کیفیت په رعایت سره ترسره او بشپړې شي.
په همدې حال کې، د ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او دا یې د تګراتګ د وضعیت د ښه والي او جامع ستر جومات او شاوخوا سیمو ته د ښاریانو د لا ښه لاسرسي په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د دوو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
