د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

web_admin
Tue, Sep 22 2026 3:19 PM
د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او په منځني ډول ۲۰ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۴۱۱ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې او چارې یې پیل شوې.

د دې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د نظارت او ارزونې آمر انجینر محمدیار شهاب، د دوهمې ناحیې آمر ملا اسدالله عمر ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.

د هرات ښاروالۍ مسئولین د دې پروژې پلي کول د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګ‌راتګ د اسانتیا او د ښاري سیمې د ښکلا د ښه والي په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي، چې پروژه به د فني معیارونو له مخې په ښه کیفیت بشپړه شي.

له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولین هم ډاډ ورکوي، چې د پروژې چارې به د ټاکل شوي کاري پلان او مودې له مخې، د فني معیارونو او اړین کیفیت په رعایت سره ترسره او بشپړې شي.

په همدې حال کې، د ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او دا یې د تګ‌راتګ د وضعیت د ښه والي او جامع ستر جومات او شاوخوا سیمو ته د ښاریانو د لا ښه لاسرسي په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د دوو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 8:46 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Farashan Road Asphalt Project in Herat’s Tenth District at a Cost of Approximately AFN 7.5 Million.

Work on the Farashan Road asphalt project, located in the Tenth District of Herat City, was officially inaugurated and launched by Al-Haj Mawlawi Hamdullah Nomani, Mayor of Herat. The. . .

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

BACK TO NEWS