د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۶
د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې د ۱۵۵ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي او د ۳، ۵ او ۷ مترو په پلنوالي، د اړوندو کانالونو له جوړولو سره یوځای، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې وه، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني او ورسره مل پلاوي له لوري پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ښاروالۍ مقام او اوومې ناحیې د دفتر آمرانو، د ښاروالۍ د انجینرۍ عمومي مدیر، د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو او د پراختیایي شوراګانو رئیسانو هم ګډون کړی وو.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د ښار په کچه د ښاري ناحیو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو اهمیت ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د دا ډول پروژو پلي کول د سړکونو د وضعیت د ښه‌والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ژوند د چاپېریال د ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د اوومې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د تګ راتګ د وضعیت په ښه‌والي او د چاپېریالي ستونزو په حل کې یې اغېزمنه وبلله. هغوی د خپلو سیمو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د هرات ښاروالۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه.
له بلې خوا، د «مستعد سازان» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو د ترسره شویو چارو د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې پروژه د قرارداد د تخنیکي مشخصاتو سره سم، د یوې میاشتې څخه په زیاته موده کې بشپړه شوې ده.

افتتاح

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۴
Background image

افتتاح و آغاز بهره‌برداری از پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودیجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین، واقع در ناحیه هفتم شهر به طول‌های ۱۵۵ و ۱۸۰ متر و عرض‌های ۳، ۵ و ۷ متر، همراه با احداث کانال‌های مربوطه، با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های گذر نهم ناحیه چهاردهم با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های گذر نهم ناحیه چهاردهم شهر هرات، واقع در منطقه «مرحوم حاجی ولی‌احمدخان یوسفزایی»، به طول ۳۱۰ متر و عرض ۵ متر، همراه با احداث کانال مربوط، با هزینه‌ای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۹
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه زیرسازی و قیرریزی لین شمالی سرک از رود قارون تا بازار موترفروشان با هزینه‌ای نزدیک به ۴۰ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه زیرسازی و قیرریزی لین شمالی سرک از رود قارون تا بازار موترفروشان همراه با احداث کانال یک طرف آن واقع در ناحیه سیزدهم شهر، به طول ۲ کیلومتر و عرض ۱۰ متر با هزینه‌ای مجموعی ۳۹. . .

BACK TO NEWS