د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۸
د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند، له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه، چې ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه.

دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د مرستیال محترم الحاج مولوي جلال‌الدین حقدوست له لوري، د اتمې ناحیې د آمر او اړوندو مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې حال کې، د اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او دا یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه‌والي او د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې ارزښتناک ګام وباله. هغوی هیله څرګنده کړه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په یاد مسیر کې د تګ راتګ ستونزې راکمې او ښاري خدمتونو ته د ښاریانو د اسانه لاسرسي زمینه برابره شي.

له بلې خوا، د «عمر صالح» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم، په مطلوب کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د څه باندې یوې میاشتې په موده کې بشپړې او اوس ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

افتتاح

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه‌ احداث کانال خواجه مرادبخش و معلم ۳ با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی در ناحیه اول شهر هرات.

پروژه‌ء احداث کانال در سمت شمال خواجه مرادبخش (آخر جوی) و کانال معلم ۳، مربوط گذر جی ۶ ناحیه اول شهر هرات، به طول مجموعی ۵۲۵ متر و با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه آسفالت حاشیهء لین شرق سرک عمومی از مستوفیت الی چهارراهی باغ‌مراد با هزینه‌ای حدود ۴ میلیون افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات.

پروژهء آسفالت حاشیهء لین شرق سرک عمومی از مستوفیت الی چهارراهی باغ‌مراد، واقع در ناحیهء هشتم شهر هرات، به طول ۸۵۰ متر و عرض ۵ متر، با هزینه‌ای مجموعی حدود ۴ میلیون افغانی از بودجهء. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۴
Background image

جریان کار قیرریزی لایه نخست حاشیه لین شرقی سرک عمومی مستوفیت تا چهارراه باغ‌مراد در ناحیه هشتم شهر هرات.

کار قیرریزی لایه نخست حاشیه لین شرقی سرک عمومی از مستوفیت الی چهارراه باغ‌مراد، واقع در ناحیه هشتم شهر هرات، از سوی شاروالی هرات آغاز شده است.
قرار است این سرک در دو لایه قیرریزی شده و. . .

BACK TO NEWS