د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري، د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کبابیان سړک د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۳۸
د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري، د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کبابیان سړک د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

د کبابیان سړک د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژه چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند موقعیت لري، د سړکونو د بیارغونې د پلان له مخې، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰.۵ مترو په پلنوالي سره د ۹ میلیونه، ۵۵۸ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه په رسمي ډول پرانیستل او د کار چارې یې پیل شوې.
 
د یادې پروژې د کار د پیل مراسم د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، نظارت او ارزونې او شپږمې ناحیې د آمرینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او د ښاروالۍ د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې ترسره شول.
 
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د یادې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ترانسپورټي وضعیت ښه کول، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او د سیمې اوسېدونکو ته د ښاري لارو د لا ښه لاسرسي زمینه برابرول دي. هغوی همدارنګه د پروژې د تطبیق پر مهال د کار پر کیفیت او د تخنیکي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.
 
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئولینو هم د کار د کیفیت ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د پروژې چارې به د تخنیکي مشخصاتو مطابق، په مطلوب کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له کلونو راهیسې د دې سړک د خراب او نامناسب وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې لرلې. هغوی د دې مسیر د آسفالت د کار پیل د ترانسپورټي ستونزو د حل او د سیمې د ښاري وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم ګام وباله.
 
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې د دې پروژې چارې د «استحکام بنا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کبابیان

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۳۴
Background image

راه‌اندازی برنامه گسترده حشر عمومی تنظیفی با اشتراک اقشار مختلف شهر هرات حسب هدایت مکتوب شماره ۹۶۷ مؤرخ ۲۶/۱/۱۴۴۸ ریاست محترم انسجام امور شاروالی‌ها و به‌منظور تقویت و ترویج فرهنگ شهرنشینی.

با هماهنگی آمریت امور فرهنگی و اجتماعی ریاست حکومتداری شهری شاروالی هرات، حشر عمومی پاک‌کاری نواحی پانزده‌گانه شهری، امروز چهارشنبه مؤرخ ۲۴/۴/۱۴۴۸، با اشتراک اقشار مختلف مردم در ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۳۳
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژهء آسفالت و زیرسازی جادهء کبابیان با هزینهء حدود ۱۰ میلیون افغانی از  سوی شاروال هرات و هیئت همراه‌ شان.

پروژهء آسفالت و زیرسازی جادهء کبابیان، واقع در ناحیهء ششم شهر هرات، مطابق پلان بهسازی، به طول ۵۰۰ متر و عرض ۱۰.۵ متر، با هزینه‌ای ۹ میلیون و ۵۵۸ هزار و ۷۸۰ افغانی از بودجهء انکشافی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژهء کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژهء کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین، به طول‌های ۱۵۵ و ۱۸۰ متر و عرض‌های مختلف ۳، ۵ و ۷ متر، همراه با احداث کانال‌های مربوطه، واقع در ناحیهء هفتم شهر هرات، با هزینهء ۱. . .

BACK TO NEWS