د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل
د هرات ښار د درېیمې ناحیې د پنځم، شپږم او اووم ګذرونو اړوند، د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه چې ټولټال ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره سور لري، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیفالجهاد، د دفتر او درېیمې ناحیې آمرینو، سیمهییزو مخورو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سطحي اوبو د مدیریت، د اوبو د درېدو او ډنډېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سړکونو د وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.
په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د سطحي اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په کمولو او د تګ راتګ په اسانتیا کې اغېزمنه تمامه شي.
له بلې خوا، د «نعمان فاطمي» ساختماني شرکت مسؤولین هم وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
