د هرات ملت باغ ځینو برخو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.
د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا عمومي مدیریت له لوري د باغ ملت اړتیا وړ ساحاتو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.
د یاد مدیریت مسؤلان وايي، د دغه نیالګیو د کښېنولو څخه موخه د زرغونو سیمو پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا زیاتوالی او ښاریانو لپاره د تفریحي خوندي محیط برابرول دي.
د هرات ښاروالۍ د ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، ترڅو د تازه کښېنول شویو نیالګیو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي او د نیالګیو کښېنولو فرهنګ د ترویج په برخه کې د نیالګیو کښېنولو موسم کې فعاله ونډه واخلي.
