د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د امام مسلم ۵۸ واټ د آسفالټ پروژې د کار له بهیره لیدنه او څارنه وکړه
د هرات ښاروالۍ پرمختیايي پروژو د کار له بهیره د څارنې په لړ کې دا ځل د هرات ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد د دغې ادارې حقوقي سلاکار محمد اکبرشیرزاد او څارنې او ارزونې آمر انجینیر احمد ولي شینډنډوال سره د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د امام مسلم ۵۸ واټ د آسفالټ پروژې د کار له بهیر او کیفیت څخه لیدنه او څارنه وکړه.