د هرات ښاروالۍ او مهرسلامت کلینیک له لوري د خولې او غاښونو د روغتیا ګډه ښوونیزه برنامه ترسره شوه د ښاروالیو چارو د انسجام محترم ریاست د ۱۴۴۸/۱/۱۹ نېټې د ۷۰۱ ګڼې مکتوب د لارښوونې له مخې، چې د ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه صادر شوی او د خصوصي روغتیايي

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۳
د هرات ښاروالۍ او مهرسلامت کلینیک له لوري د خولې او غاښونو د روغتیا ګډه ښوونیزه برنامه ترسره شوه  د ښاروالیو چارو د انسجام محترم ریاست د ۱۴۴۸/۱/۱۹ نېټې د ۷۰۱ ګڼې مکتوب د لارښوونې له مخې، چې د ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه صادر شوی او د خصوصي روغتیايي

سکټور د ملاتړ او د هرات ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هرات ښاروالۍ او مهرسلامت تخصصي کلینیک ترمنځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د ښاروالۍ کارکوونکو لپاره د «خولې او غاښونو روغتیا» تر سرلیک لاندې ښوونیزه برنامه ترسره شوه.
د مهرسلامت کلینیک رئیس ډاکټر عادل د دوه‌اړخیز هوکړه‌لیک لاسلیک د کلتوري چارو د پیاوړتیا، د روغتیايي پوهاوي د پراختیا، د روغتیايي پوهې د لوړولو، د دولتي ادارو او خصوصي روغتیايي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او نږدېوالي، د روغتیايي موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي او د ټولنې د عمومي روغتیايي کچې د لوړولو لپاره د دواړو لورو د وړتیاوو او امکاناتو د کارونې زمینه برابروونکی وباله.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحَد خیرخواه د خصوصي روغتیايي سکټور د ملاتړ او د خصوصي کلینیکونو او درملیزو مرکزونو د پیاوړتیا په برخه کې د ښاروالۍ پر ملاتړ په ټینګار سره، د روغتیايي ټولنې او ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې د ناروغانو په درملنه کې لا ډېره پاملرنه او رښتینولي وکړي.
بل لور ته، د دې ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو آمر حاجي غلام حضرت امیني وویل، چې موږ ټولو ښاریانو ته د خصوصي درملیزو مرکزونو د غوره خدمتونو غوښتونکي یو او د کلینیکونو او خصوصي درملیزو مرکزونو له مسئولینو غواړو، چې له ناروغانو سره خواخوږي او مهرباني وکړي.
همدارنګه، د مهرسلامت کلینیک د غاښونو څانګې مسئول ډاکټر سیدقاسم حسيني د برنامې ګډونوالو ته د غاښونو د برس د سمې کارونې، د برس وهلو د ګټو او ارزښت او د چاپېریالي روغتیا ساتنې په اړه پریزنټېشن وړاندې کړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

تدویر برنامهٔ مشترک آموزشی (سلامتی دهان و دندان) از سوی شاروالی و کلینک مهرسلامت حسب هدایت مکتوب شماره 701 مورخ 19/1/1448 ریاست محترم انسجام امور شاروالی ها در مورد راه اندازی برنامه های آموزشی و به منظور حمایت از سکتور صحی خصوصی و به هدف ایجاد تسهیلات.

برای کارکنان خدماتی شاروالی هرات ؛ براساس تفاهمنامهء همکاری دوجانبه میان شاروالی هرات و کلینیک تخصصی مهرسلامت ، برنامهء آموزشی تحت نام (سلامتی دهان و دندان) برای کارکنان شاروالی هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۶
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار فضای سبز مقابل مقام ولایت هرات با هزینه‌ای نزدیک به ۲.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار فضای سبز در ضلع شمال‌شرقی مقابل مقام ولایت هرات، به مساحت بیش از ۲ هزار متر مربع و با هزینه‌ای نزدیک به ۲.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات، تکمیل و به بهره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۴
Background image

افتتاح و آغاز بهره‌برداری از پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودیجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین، واقع در ناحیه هفتم شهر به طول‌های ۱۵۵ و ۱۸۰ متر و عرض‌های ۳، ۵ و ۷ متر، همراه با احداث کانال‌های مربوطه، با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون. . .

BACK TO NEWS