د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د کارآباد پل څخه تر سی متره بهارستان پورې د سړک د لوېدیځ لین د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۱۵
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د کارآباد پل څخه تر سی متره بهارستان پورې د سړک د لوېدیځ لین د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

دغه پروژه چې د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند موقعیت لري، د سړک د بیارغونې د پلان له مخې په دوو لینونو کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سره تطبیقېږي.
د یادې پروژې ټول لګښت ۲۸ میلیونه، ۸۹۲ زره او ۱۰ افغانۍ دی چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.

د پروژې د کار د پیل او پرانیستې مراسم د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، نظارت او ارزونې او څلورمې ناحیې د آمرینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اړوندو مسئولینو په حضور کې ترسره شول.

د هرات ښاروالۍ مسئولینو د یادې پروژې پلي کېدل د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم وبلل او د پروژې د تطبیق پر مهال یې د کار پر کیفیت او د فني معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.

په همدې حال کې، د ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکو د یادې پروژې د کار د پیل هرکلی وکړ او دا یې د سړک د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د ستونزو د کمېدو او د ښاریانو او نقلیه وسایطو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګام وباله.
هغوی هیله څرګنده کړه چې پروژه به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، په ښه کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئول هم ډاډ ورکړ چې د پروژې چارې به د تخنیکي مشخصاتو مطابق، په لازم کیفیت او ټاکل شوې موده کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «کهن‌کاران» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د پنځو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۳۴
Background image

راه‌اندازی برنامه گسترده حشر عمومی تنظیفی با اشتراک اقشار مختلف شهر هرات حسب هدایت مکتوب شماره ۹۶۷ مؤرخ ۲۶/۱/۱۴۴۸ ریاست محترم انسجام امور شاروالی‌ها و به‌منظور تقویت و ترویج فرهنگ شهرنشینی.

با هماهنگی آمریت امور فرهنگی و اجتماعی ریاست حکومتداری شهری شاروالی هرات، حشر عمومی پاک‌کاری نواحی پانزده‌گانه شهری، امروز چهارشنبه مؤرخ ۲۴/۴/۱۴۴۸، با اشتراک اقشار مختلف مردم در ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۳۳
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژهء آسفالت و زیرسازی جادهء کبابیان با هزینهء حدود ۱۰ میلیون افغانی از  سوی شاروال هرات و هیئت همراه‌ شان.

پروژهء آسفالت و زیرسازی جادهء کبابیان، واقع در ناحیهء ششم شهر هرات، مطابق پلان بهسازی، به طول ۵۰۰ متر و عرض ۱۰.۵ متر، با هزینه‌ای ۹ میلیون و ۵۵۸ هزار و ۷۸۰ افغانی از بودجهء انکشافی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژهء کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین با هزینه‌ای حدود ۱.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژهء کانکریت‌ریزی کوچه‌های وهاب‌زاده و قصر شیرین، به طول‌های ۱۵۵ و ۱۸۰ متر و عرض‌های مختلف ۳، ۵ و ۷ متر، همراه با احداث کانال‌های مربوطه، واقع در ناحیهء هفتم شهر هرات، با هزینهء ۱. . .

BACK TO NEWS