د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۵
د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ له یو شمېر مسئولینو او انجنیرانو سره یوځای، د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه لیدنه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ۵مه، د یکشنبې ورځې په مازدیګر، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر آمر، د انجینري عمومي مدیر او د اړوندو برخو د یو شمېر څارونکو انجنیرانو په حضور کې ترسره شوه.

د یادې لیدنې په جریان کې، له تخت صفر څخه تر غیاثیه پوهنتون پورې د حلقوي سړک د اسفالټ د سترې پروژې، د تخت صفر په میدانچه کې د پهلوانۍ «کشتي‌ګیرۍ» د میدان د جوړولو او د ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند د انجیل ویالې د استنادي دېوال د جوړولو پروژو د چارو بهیر وکتل شو او څارنه یې ترسره شوه.

د هرات ښاروال د یادې لیدنې پر مهال قراردادي شرکتونو ته لارښوونه وکړه، چې پروژې د فني معیارونو له مخې او په ټاکلې موده کې په معیاري ډول بشپړې کړي او د چارو د پلي کېدو په بهیر کې له هر ډول ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

له بلې خوا، د یادو پروژو قراردادي شرکتونو مسئولینو هم د ژمي موسم د نږدې کېدو په پام کې نیولو سره ژمنه وکړه، چې د چارو د پلي کېدو بهیر به چټک کړي او پروژې به په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښاروالۍ د اړوندو برخو مسئولین، له څارونکو انجنیرانو سره یوځای، هره ورځ د هرات ښار د ناحیو په کچه د پراختیايي پروژو د چارو له کیفیت او بهیر څخه په دوامدار ډول څارنه او ارزونه کوي، څو د پروژو چارې په معیاري او ستندرد ډول عملي شي.

نظارت

نظارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۶
Background image

د هرات ښاروالۍ له لوري د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د مستوفیت له عمومي سړک څخه د باغ مراد څلورلارې پورې د سړک د ختیځ لین د غاړې د لومړۍ لایې دقیر اچولو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې ده، چې دغه سړک په دوو لایو کې قیر شي او د کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د ۳ میلیونه او ۲۸۹ زره او ۶۹۰ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه شوې ده.

یاده پروژه، چې ۴۶۰. . .

BACK TO NEWS