د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د سب‌بېس جوړولو او قیر اچونې پروژې پرانیسته او د کار پیل، د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۴۳
د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د سب‌بېس جوړولو او قیر اچونې پروژې پرانیسته او د کار پیل، د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د جوړولو او قیر اچونې پروژه، چې ورسره د سړک په یوه غاړه کې د کانال جوړول هم شامل دي، د ۲ کیلومتره اوږدوالي او ۱۰ متره پلنوالي په اندازه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او ۷۵۲ زره او ۶۵۶ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د دې پروژې د پرانیستې او کار پیل په مراسمو کې محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروال، انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس، حقوقي او شرعي سلاکار، د دفتر، نظارت او ارزونې آمرانو، د دیارلسمې ناحیې مسئولینو، د ښاروالۍ د انجینرۍ او زیربناوو عمومي مدیر، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د هرات – اسلام‌قلعه لویې لارې ته د دې مسیر د موقعیت په اشارې وویل، چې د دې پروژې پلي کول به د ترافیکي پېښو په کمښت، د تګ راتګ د وضعیت په ښه‌والي او د ښاریانو او د سپکو او درنو نقلیه وسایطو د چلوونکو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول ولري. همدارنګه د پروژې د پلي کېدو بهیر به په دوامداره توګه د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت له پلوه وڅارل شي.
له بلې خوا، د «اصلان زلمي» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو هم ډاډ ورکړ، چې دغه پروژه به د تخنیکي معیارونو او غوره کیفیت په رعایت، د قرارداد د مشخصاتو سره سم او په ټاکلې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، د هرات ښار یو شمېر ښاریانو او د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د کار د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د دې پروژې بشپړېدل به د سړک د وضعیت په ښه‌والي، د ترافیکي ستونزو په کمښت او په دې مسیر کې د خوندي تګ راتګ په برابرولو کې، په ځانګړې توګه د هرات – اسلام‌قلعه لویې لارې ته د موقعیت له امله، مهم رول ولوبوي او د ښاریانو او موټرچلوونکو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د پنځو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر اړوند د «مرحوم حاجي ولي‌احمدخان یوسفزي» په سیمه کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې ورسره د اړوند کانال جوړول هم شامل دي، د ۳۱۰ متره اوږدوالي او ۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۴۳
Background image

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د سب‌بېس جوړولو او قیر اچونې پروژې پرانیسته او د کار پیل، د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د جوړولو او قیر اچونې پروژه، چې ورسره د سړک په یوه غاړه کې د کانال جوړول هم شامل دي، د ۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۶
Background image

د هرات ښاروالۍ له لوري د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د مستوفیت له عمومي سړک څخه د باغ مراد څلورلارې پورې د سړک د ختیځ لین د غاړې د لومړۍ لایې دقیر اچولو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې ده، چې دغه سړک په دوو لایو کې قیر شي او د کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې. . .

BACK TO NEWS