د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر د کوڅو د کانکریټاچونې پروژې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او کار یې پیل شو.
د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر اړوند د «مرحوم حاجي ولياحمدخان یوسفزي» په سیمه کې د کوڅو د کانکریټاچونې پروژه، چې ورسره د اړوند کانال جوړول هم شامل دي، د ۳۱۰ متره اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي په اندازه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د یو میلیون او ۴۶۳ زره او ۵۶۳ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د انجینر محمدایوب سیفالجهاد، د ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس، حقوقي او شرعي سلاکار، د ښاروالۍ مقام د دفتر آمر، د څوارلسمې ناحیې مسئولینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو د دې پروژې پلي کول د ښاري زیربناوو د ښهوالي، د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو او د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې مهم وبلل او په دې سیمه کې یې د پراختیایي پروژو پر دوام ټینګار وکړ.
له بلې خوا، د پروژې قراردادي شرکت مسئول ډاډ ورکړ، چې چارې به د فني او مسلکي معیارونو، تخنیکي مشخصاتو او د قرارداد د شرایطو سره سمې ترسره کړي او ژمنه یې وکړه، چې پروژه به په ټاکلې موده کې په غوره کیفیت بشپړه کړي.
په همدې حال کې، د ګذر یو شمېر وکیلانو او د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د کار د پیل هرکلی وکړ او د هرات ښاروالۍ له پراختیایي فعالیتونو څخه یې خوښي څرګنده کړه. هغوی د دې پروژې پلي کول د کوڅو د وضعیت په ښهوالي او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو په برابرولو کې اغېزناک وبلل او په څوارلسمه ناحیه کې یې د نورو رغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د «رادین پیشرو» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
