د ښاروالۍ تاریخ

په هرات ښار کې د ښاروالۍ مخینه

که څه هم په هرات ښار کې د ښار جوړونې تاریخ ډېر لرغونی دی، خو د ښار د چارو د تنظیم او ادارې لپاره په بېلابېلو دورو کې د کلانترۍ، نظمیې او بلدیې په نوم ادارو فعالیت کړی دی. خو د ښاروالۍ په نوم اداره، چې د ښاري مدیریت لپاره یې مشخص جوړښت، دندې او صلاحیتونه درلودل، په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د څلورباغ په سیمه کې د عبدالغفور خان ګلمیري تر سرپرستۍ لاندې په رسمي ډول خپلې چارې پیل کړې.

په هغه وخت کې د مالیاتو راټولول، د عسکرو جلب او جذب، د ښار د اوسېدونکو ثبت او راجستر، او همدارنګه د ښار د ترافیکو تنظیم او کنټرول د ښاروالۍ له مهمو دندو څخه ګڼل کېدل.

په هغه وخت کې د هرات ښار نفوس له سل زرو څخه کم و او ښاري خدمتونه په محدوده کچه وړاندې کېدل. د ښار له پراختیا، د نوي هرات له جوړېدو او د ښاري ناحیو د شمېر له ۱۵ ناحیو پورې د زیاتېدو سره، د ښاروالۍ دندې، مسؤلیتونه او فعالیتونه هم پراخ شول او د ښاري مدیریت په برخه کې یې لا اغېزمن رول خپل کړ.

د هرات ښاروالۍ د جوړېدو راهیسې تر اوسه پورې ۴۰ ښاروالان او سرپرستان لرلي، چې ځینې یې د ټاکنې او ځینې یې د مقررۍ له لارې دندې ترسره کړې دي. د هرات خلک د هر یوه په اړه خپلې ځانګړې خاطرې او ارزونې لري. له بریالیو ښاروالانو څخه یې غلام‌یحیی خان تیموري، مستوفي عبداللطیف خان تیموري، احمدعلي خان جمشیدي، عبدالرحیم خان بارکزی، حاجي عبدالرحیم خان غوریاني، عطا محمد خان نقشبندي، استاد محمد خان نقشبندي، استاد محمد سعید مشعل، رحمت الله حقدوست، انجینر فرهاد نیایش، ملا شراف‌الدین مخلص، مولوي حیات الله مهاجر فراهي، الحاج ملا عبدالرازق راشد او الحاج ملا نعمت الله حسن یادېږي.

په هرات شار کی د شاروالی مخینه

اوسنۍ د هرات ښاروالۍ ودانۍ د پل رنګینې سړک، شپږمې ناحیې کې موقعیت لري او د ښار د ۱۵ ښاري ناحیو د مدیریت مسؤلیت پر غاړه لري. دا مهال مولوي حمدالله نعماني د هرات ښاروال په توګه دنده ترسره کوي.

په وروستیو کلونو کې د هرات ښاروالۍ د افغانستان په کچه د یوې بریالۍ ښاري ادارې په توګه پېژندل شوې او فعالیتونه یې د بېلابېلو ادارو او په ځانګړې توګه د هرات د ښاریانو له خوا ستایل شوي دي.

د هرات ښاروالۍ په تېرو دوو کلونو کې د اغېزمن مدیریت او منظم پلان له لارې د فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړې ده. همدارنګه، دې ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د بېلابېلو عوایدو سرچینو څخه له یو میلیارد او اتیا میلیونو افغانیو څخه زیات عواید راټول او تحقق کړي، چې دا د مالي مدیریت او عوایدو راټولولو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د هرات ښاروالۍ تل هڅه کړې چې د آسیا د مخکښو ښارونو په منځ کې خپل ځای لا پیاوړی کړي. په همدې موخه یې د ښاري، فرهنګي او ښوونیزو پروګرامونو بېلابېل نوښتونه عملي کړي دي. له دغو پروګرامونو څخه د «په ښوونځیو کې ښاروالي» پروګرام یادولای شو، چې موخه یې د ښاري فرهنګ لوړول، د ښاري پوهاوي زیاتول او زده‌کوونکو ته د ټولنیز مسؤلیت روزنه ورکول دي. همدارنګه، د وسایطو لپاره د افغانستان لومړنی معیاري زیرګذر جوړول، چې د هېواد له مهمو او بې‌سارو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي، د هرات ښاروالۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه ده.

د هرات ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د ښاري زیربناوو پراختیا، د چاپېریال ساتنې، د شنو سیمو پراختیا، د ښار د پاکوالي د ښه والي، د ښاري خدمتونو د کیفیت لوړولو، د بنسټیزو پروژو د پلي کولو او د ښاریانو د ګډون د پیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې کړې او دا بهیر یې د خپلو اوږدمهالو پرمختیايي پروګرامونو د یوې مهمې برخې په توګه روان ساتلی دی.

شهر هرات