د هرات ښار د بېلابېلو قشرونو په ګډون د پراخ تنظیفي عمومي د حشر پیل د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست د ۹۶۷ ګڼې، د ۱۴۴۸/۱/۲۶ نېټې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ او د ښاري ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا او دودولو په موخه.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۴
د هرات ښار د بېلابېلو قشرونو په ګډون د پراخ تنظیفي عمومي د حشر پیل د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست د ۹۶۷ ګڼې، د ۱۴۴۸/۱/۲۶ نېټې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ او د ښاري ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا او دودولو په موخه.

د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت په همغږۍ، نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸/۴/۲۴ نېټه، د هرات ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د عمومي پاک‌کارۍ حشر، د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون، پیل شو.
د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د تنظیفي عمومي حشر د پروګرام په پیل کې د دغه پروګرام جوړېدل یې د ښاري ژوند د فرهنګ د بنسټیز کېدو په برخه کې اغېزمن وبلل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د هرات ښاروال پاکوالی او نظافت د اسلام د سپېڅلي دین له اساسي لارښوونو او نبوي سنتونو څخه وبلل او د هرات له ښاریانو یې وغوښتل چې د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا له برخو سره د همکارۍ او همغږۍ له لارې د لرغوني هرات له فرهنګ او عنعناتو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالواحد خیرخواه، د تنظیفي عمومي حشر د پروګرام د جوړولو په برخه کې یې د فرهنګي او ټولنیزو چارو د آمریت کړنې وستایلې او د خلکو بېلابېل قشرونه یې په دغه مهم او ارزښتناک پروګرام کې ګډون ته وهڅول.
مولوي خیرخواه وايي، د هرې ټولنې پاکوالی او نظافت د هغې د فرهنګ او ادب څرګندونه کوي. د دې لپاره چې هرات ښار د پاکو، فرهنګي او د پرمختګ په حال کې ښارونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، اړینه ده چې جامد او خپاره شوي کثافات د بلوارونو له غاړو، پلي‌لارو او جویچو څخه راټول او پاک شي.
په ورته وخت کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر، حاجي مولوي غلام حضرت امیني، وايي چې دغه عمومي حشر د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، د ښاروالۍ د مکتبونو د کمېټو، خصوصي تنظیف او د هرات ښاروالۍ د تنظیف د برخو په همکارۍ پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د سوپرکولا، هري دنیا، صرفانو اتحادیې او عاطفي خیریه بنسټ تولیدي شرکتونو د کارګرانو په ګومارلو او د موټرو په برابرولو سره د پاک‌کارۍ د چارو په پیاوړتیا او د سړکونو د غاړو د جویچو د پاکولو د بهیر په چټکتیا کې مرسته کړې ده.
له بلې خوا، د هرات ښار ښاریانو هم د ښاروالۍ له لوري د عمومي حشر د ترسره کېدو له طرحې هرکلی وکړ او د ښاروالۍ او خصوصي تنظیف له کارکوونکو سره اوږه په اوږه د کثافاتو په راټولولو کې ونډه واخیسته.

حشر عمومی

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.

د هرات ښار د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار د سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دل‌قرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه، د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیز اداري ودانۍ جوړولو پروژه پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د تخت صفر میدانچې په ساحه کې د مارکېټونو د تنظیم آمریت د دوه پوړیزې اداري ودانۍ جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۴.۷ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د بیارغونې او احیا پروژې پرانیسته او د چارو پیل.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د موجوده جمنازیوم ترڅنګ، د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د احیا او بیارغونې پروژه، د ۱۴ میلیونه او ۹۹۳ زره او ۹۱۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات. . .

BACK TO NEWS