د هرات ښار د پنځلسګونو ښاري ناحیو ټولو محترمو د ضایعاتو (نمکي) پېرودونکو او پلورونکو ته.
د هرات ښار د پنځلسګونو ناحیو د ضایعاتو (نمکي) ټولو پېرودونکو او پلورونکو ته په جدي توګه خبر ورکول کېږي!
درنو محترمو!
په دې وروستیو کې د ښاري نظم د ستونزو د ارزونې، د حللارو د ترتیب او د ښاري نظم د خنډونو او ننګونو د له منځه وړلو، همدارنګه د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه، د هرات ښار په کچه د ټولو چرخلرونکو او بساطلرونکو له خوا د کارېدونکو لوډسپیکرونو د راټولولو او د تطبیق طرحه، د هرات ښاروالۍ د پنځلسګونو ناحیو په همکارۍ ترتیب او چمتو شوې، چې د هرات ښاروالۍ ریاست له منظورۍ وروسته د تطبیق مرحلې ته سپارل شوې ده.
د یادې طرحې له مخې، د پیرودونکو د جلبولو په موخه د چرخلرونکو، نمکي پلورونکو او نورو استفاده کوونکو له خوا په ټولو استوګنیزو سیمو او د ښار په دننه کې د لوډسپیکرونو کارول منع دي.
پورته موارد په جدي توګه بیان شول. د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته، د دې ادارې موظف ټیمونه به د یادې پرېکړې له تطبیق څخه څارنه کوي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره د اصولو مطابق قانوني چلند وشي. سرغړوونکي به په دې برخه کې د شکایت حق ونه لري.
والسلام
