د هرات ښار د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو ټولو محترمو د ضایعاتو (نمکي) پېرودونکو او پلورونکو ته.

web_admin
د هرات ښار د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو ټولو محترمو د ضایعاتو (نمکي) پېرودونکو او پلورونکو ته.

د هرات ښار د پنځلس‌ګونو ناحیو د ضایعاتو (نمکي) ټولو پېرودونکو او پلورونکو ته په جدي توګه خبر ورکول کېږي!

درنو محترمو!

په دې وروستیو کې د ښاري نظم د ستونزو د ارزونې، د حل‌لارو د ترتیب او د ښاري نظم د خنډونو او ننګونو د له منځه وړلو، همدارنګه د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه، د هرات ښار په کچه د ټولو چرخ‌لرونکو او بساط‌لرونکو له خوا د کارېدونکو لوډسپیکرونو د راټولولو او د تطبیق طرحه، د هرات ښاروالۍ د پنځلس‌ګونو ناحیو په همکارۍ ترتیب او چمتو شوې، چې د هرات ښاروالۍ ریاست له منظورۍ وروسته د تطبیق مرحلې ته سپارل شوې ده.

د یادې طرحې له مخې، د پیرودونکو د جلبولو په موخه د چرخ‌لرونکو، نمکي پلورونکو او نورو استفاده کوونکو له خوا په ټولو استوګنیزو سیمو او د ښار په دننه کې د لوډسپیکرونو کارول منع دي.

پورته موارد په جدي توګه بیان شول. د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته، د دې ادارې موظف ټیمونه به د یادې پرېکړې له تطبیق څخه څارنه کوي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره د اصولو مطابق قانوني چلند وشي. سرغړوونکي به په دې برخه کې د شکایت حق ونه لري.

والسلام

Documents

خبرتیا

Latest announcements

Sat, Sep 26 2026 10:51 AM
Background image

Public Notice to All Buyers and Sellers of Scrap (Namaki) in the Fifteen Districts of Herat City

Dear Respected Citizens,

Recently, following an assessment of urban challenges, the development of solutions and necessary measures to address obstacles to urban order, and efforts to . . .

Back to announcements