د څه باندې ۵ میلیون افغانۍ په لګښت د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د بلوارونو د خړوبولو سیستم پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۸:۲۶
بلوار

د هرات ښار مختلفو مسیرونو کې لکه د فرقې بیا تر کاریزک ، نمبریک څخه تر کارآباد او تخت صفر څخه بیا تر ګمرک پورې په نويو جوړ شوو بلوارونو کې د آبیارۍ سیستم او دري کړۍ ژور څاګانو د جوړولو پروژې کار د ۱۰۸۴۰ متر په اوږدوالي د هرات ښاروالۍ داخلي عوایدو څخه د نژدې ۵،۵ میلیون افغانۍ په لګښت افتتاح او عملي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

دغه پروژه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) له لوري او د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي ریاست رئیس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، د سیمې مخورو او اوسیدونکو او د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو په شتون کې پرانیستل شوه او د فرید ترین ودانیز شرکت له لوري يې عملي او ودانیزې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستلو پرمهال د هرات ښاروالۍ ووی ، چې د ښار په بلوارونو کې د دغه سیستم په رامنځته کېدو سره، د زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې به ستونزې هوارې شي او د شنو فضاوو د توسعې لپاره به زمینې نورې هم برابرې شي.

د هرات ښاروال، له ټولو ښاریانو غوښتنه کړه، چې د زرغونو سیمو د ساتنې، مراقبت او پراختیا په چاره کې د دغې ادارې سره همکاري وکړي.

بلخوا، د قراردادي شرکت مسؤل وايي، چې دغه پروژه به د پلان سره سم په لوړ کیفیت او ټاکلې معیاد بشپړوي.

د ویلو ده، ټاکل شوې دغه پروژه د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۸:۲۶
Background image

د څه باندې ۵ میلیون افغانۍ په لګښت د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د بلوارونو د خړوبولو سیستم پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

د هرات ښار مختلفو مسیرونو کې لکه د فرقې بیا تر کاریزک ، نمبریک څخه تر کارآباد او تخت صفر څخه بیا تر ګمرک پورې په نويو جوړ شوو بلوارونو کې د آبیارۍ سیستم او دري کړۍ ژور څاګانو د جوړولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۷:۲۷
Background image

د هرات ښاروالۍ انکشافي بودیجې څخه د ۳،۵ میلیون افغانۍ په لګښت د امام مسلم ۳۲ جادې د اسفالټ پروژه بشپړ او ګټنې ته ورسول شوه.

د امام مسلم ۳۲ جادې د بنسټېزو لایو او اسفالټ پروژې چارې د ۴۵۰ متر په اوږدوالي او جادې د دواړو غاړو لښتیو او اړتیا وړ پلچکونو د جوړولو په ګډون ددغې ادارې پرمختیايي بودیجې څخه د ۳،۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۸:۳۱
Background image

دیارلسمه ناحیه کې د ۵۰ میلیون افغانۍ په لګښت پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

د هرات ښاروالۍ د دیارلسمې ناحیې اړوند پر قارون رود باندې د نوي پل د جوړولو پروژې کار د ۱۱۱ متر په اوږدوالي او ۱۶،۵ متر عرض سره د هرات ښاروالۍ پرمختیايي بودیجې څخه د پنځوس میلیون افغانۍ. . .

BACK TO NEWS