د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ متره مربع د شنې ساحې د جوړولو پروژې پرانیسته او د چارو پیل، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۰
د هرات ولایت مقام

د شنو سیمو د پراختیا او د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه، د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ مربع مترو په مساحت د شنې ساحې د جوړولو پروژې چارې، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۲,۴۵۰,۷۷۰ افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاري او سکتوري خدمتونو د آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت د وارسی کونکي انجنیر سباوون کاکر، د ښار د شپږمې ناحیې آمر قاري احمدشاه ابدالي او د یادې ناحیې د یو شمېر اړوندو مسؤلینو په حضور کې، په رسمي ډول پرانیستل شوې او د عملي چارو پیل یې تر سره شو.

دغه پروژه د ښاري شنو سیمو د پراختیا، د ښار د ښکلا، د هوا د ککړتیا د کمولو او د ښاریانو لپاره د لا مناسب او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په دې سیمه کې پلې کېږي.

په همدې حال کې، د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د ښار د ښکلا، د شنو سیمو د زیاتوالي او د چاپېریال د وضعیت د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله. هغوی همدارنګه د ښار په کچه د ورته پراختیایي پروژو د دوام ملاتړ څرګند کړ.

له بلې خوا، د دې پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او ټاکل شویو اصولو سره سم، په ټاکلې موده کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا د څه باندې درې تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مرادبخش او معلم ۳ سیمو کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د جي ۶ ګذر په خواجه مرادبخش شمال لوري (د ویالې په پای) او معلم ۳ سیمو کې د کانال جوړولو پروژه، چې ټولټال ۵۲۵ متره اوږدوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۸
Background image

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند، له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه، چې ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د هرات ښاروالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۱۸
Background image

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند، له مستوفیت څخه تر باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځ لین د غاړې د قیر اچونې پروژه، چې ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د هرات ښاروالۍ د. . .

BACK TO NEWS