د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۹
د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او په منځني ډول ۲۰ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۴۱۱ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې او چارې یې پیل شوې.

د دې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د نظارت او ارزونې آمر انجینر محمدیار شهاب، د دوهمې ناحیې آمر ملا اسدالله عمر ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.

د هرات ښاروالۍ مسئولین د دې پروژې پلي کول د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګ‌راتګ د اسانتیا او د ښاري سیمې د ښکلا د ښه والي په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي، چې پروژه به د فني معیارونو له مخې په ښه کیفیت بشپړه شي.

له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولین هم ډاډ ورکوي، چې د پروژې چارې به د ټاکل شوي کاري پلان او مودې له مخې، د فني معیارونو او اړین کیفیت په رعایت سره ترسره او بشپړې شي.

په همدې حال کې، د ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او دا یې د تګ‌راتګ د وضعیت د ښه والي او جامع ستر جومات او شاوخوا سیمو ته د ښاریانو د لا ښه لاسرسي په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د دوو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۸:۴۴
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د فراشان سړک د آسفالت پروژې د کار پیل د هرات ښار د لسمې ناحیې اړوند د فراشان سړک د قیر اچونې پروژې چارې، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.

د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۲۳۲ زره او ۷۴۶ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملاً یې کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له‌خوا د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژېه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژه، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د سړک د آسفالت او په دواړو غاړو کې د ۳۶۰ مترو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۸:۵۲
Background image

د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفالت پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفات او بنسټ جوړونې پروژه، چې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۹۱۸ زره او ۵۳۵ افغانیو په لګښت بشپړه شوې، د هرات ښاروال. . .

BACK TO NEWS