د ښار په اړه

دهرات ولایت د افغانستان په لویدیځ کې لرغونوي او تاریخی ولایت دي، چی له شمال څخه ترکمنستان او بادغیس ولایت، سهیل ته د فراه ولایت،د ختیځ څخه د غور ولایت او د لویځ څخه د ایران هیواد سره ګډه پوله لري او په تیرو کې د ابرایشم لاره ددغه ولایت څخه تیریدي چی دغه موضوع د هرات په کلتور او تمدن کې لوړ ارزښت درلود، اوسمهال دوه مهم او اساسی بندرونه تورغوندي دهرات  شمال او اسلام قعله لویدیځ ته  کې فعال  دي چي  د هیواد، منځنۍ آسیا، پاکستان هیوادونو ته د ترانسپورتي توکو د انتقال پروسه یي آسانه کړي او ددغه لاری د هیواد لپاره ډیړ ګمرکې مسولات هم ترلاسه کیږي.
 د سبزک د ذغالو کان ددغه ولایت شمال ته، د تیر پل د  تیلو ذخیره، دسمنټو پروژه ددغه ولایت  لویدیځ کې موقیعت لري او د چشت شریف د مرمر دبړه چی نن ورځ په نړي کې کمیاب دبړه بلل شوي دهرات ختیځ ته پرته ده.
دهرات ولایت ۱۵  دایمي څلور موقتی ولسوالی لري  چی  انجیل ، گذره ، ادرسکن ، شینډنډ ، فارسی ، چشت شریف ، پشتون زرغون ،  اوبه ، کرخ ، کشک کهنه ، رباط سنگی ، گلران ، کهسان ، غوریان ، و زنده جان  نومیږي  او  په اوسنی حکومت کې په هرات کې څلور موقتی ولسوالی  جوړ شوي  چې، کوه زور، زوال، پشت کوه او زیرکوه نومیږی.
ددغه ولایت و دوګړو شمیر ۳ ملیونه  اټکل شوي چي ډیړ شمیريی په ولسوالیو کې په کرنه، مالدری  او ښار کې په تجارت ، صنعت او تولیدلی کارونو بوخت دي.
د هرات ولایت د تیرو کلنو څخه په صنعت، تولید او کلتوری کارونو کې ډیړه ، تجربه لري او د طالبانو د سقوط ورسته ددغه ولایت په سهیل کې د صنعتی ښارګوتې جوړولو کارونه پیل شوه چی اوسمهال په دغه ښارګوتې کې د هرات ډیړ او سیدونکو ته کاري فرصتونه برابر شوي.
په هرات ولایت کې  مختلف قومونه ژوند کوي چی، پښتانه ، تاجیک، ترکمن، هزاره، موری، تیموری، طاهری، ملکیان او نور قومونه دی، چی اکثریت پښتانه په ولسوالیو او ګن شمیري په ښار کې ژوند کوي، او د پښتون قوم څخه ورسته بیا په ښاړ کې دیړ شمیر تاجیکان ژوند کوي.
د هرات ولایت خلګ په بښتو او دری ژبه خبري کوي ، که څه هم د هرات اکثریت نفوس پشتانه جوړی ولی په ښار کې دری ژبه ډیړ کارول کیږی او په ولسوالیو کې بیا تر ډیړه خلک په پښتو خبری کوي، د هرات ولایت خاوړه د شهر اولیا په نام مشهوره  ده او په دغه ښاړ کې د مشهور عا لمانو، فلیسوفانو، شاعران او  عارفانو ژوند کړي دي او د خواجه عبدالله انصاری ، مولانا عبدالرحمن جامی ، امام فخرالدین رازی ، واعظ کاشفی  ، سید عبدالله مختار قبرونه دهرات په مختلف ځایونو کې پرته دی.
 په دغه ښار کې مشهوره او تاریخي ځایونه ، لکه گازرگاه شریف هدیره ، د هرات منارونه ،  گوهر شاد بیگم باغ، د هرات لرغونی ارگ ، د هرات لوی جامع جومات چی د نړی پنځم مشهوره جومات دي،دملک حوض ، دچهار سوق حوض او یو شمیر نور لرغونی ځایونه ددغه ولایت لرغونتوب، کلتور او تمدن ته یی ځانګړی اهمیت ورکړي.
هرات هغه مهال د علم او پوهی مرکز وو چی یو شمیر علمان  ده  منځنی ختیځ څخه دلته د زدکړو لپاره راتلل.
د افغانستان د مشهوره سیندونه څخه  هم یو د هري سيند دي چی د انجیل او ګذری  ولسوالی څخه تیر ایږي،  چی پښتون پل، پل هاشیمی او پل مالان هغه تاریخی او لرغونی پولنه دی چی پر دغه سیند باندی موقیغت لري.
د هرات ولایت اکثریت وکړي د روسانو تر یرغل مخ کې په ولسوالیو کې په کرنې او مالداری بوخت وه چی په هغه وخت کې یو شمیر کسان د هیواد څخه بهر ته  بی ځایه سول او د روسانو د وتلو ورسته بیا ډیړ شمیریی ښار کې استوګن سول چې دغه موضوغ د ښار په پرختیا کې مثبت اغیزه درلود.
 

about city