د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۳
د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

د هرات ښار د درېیمې ناحیې د پنځم، شپږم او اووم ګذرونو اړوند، د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه چې ټولټال ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره سور لري، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او درېیمې ناحیې آمرینو، سیمه‌ییزو مخورو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سطحي اوبو د مدیریت، د اوبو د درېدو او ډنډېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سړکونو د وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د سطحي اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په کمولو او د تګ راتګ په اسانتیا کې اغېزمنه تمامه شي.

له بلې خوا، د «نعمان فاطمي» ساختماني شرکت مسؤولین هم وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د اوومې ناحیې اړوند د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې د ۱۵۵ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي او د ۳، ۵ او ۷ مترو په پلنوالي، د اړوندو کانالونو له جوړولو سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر اړوند د «مرحوم حاجي ولي‌احمدخان یوسفزي» په سیمه کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې ورسره د اړوند کانال جوړول هم شامل دي، د ۳۱۰ متره اوږدوالي او ۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۴۳
Background image

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د سب‌بېس جوړولو او قیر اچونې پروژې پرانیسته او د کار پیل، د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د جوړولو او قیر اچونې پروژه، چې ورسره د سړک په یوه غاړه کې د کانال جوړول هم شامل دي، د ۲. . .

BACK TO NEWS