د هرات ښاروالۍ له لوري د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د مستوفیت له عمومي سړک څخه د باغ مراد څلورلارې پورې د سړک د ختیځ لین د غاړې د لومړۍ لایې دقیر اچولو چارې پیل شوې.
ټاکل شوې ده، چې دغه سړک په دوو لایو کې قیر شي او د کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د ۵ میلیونه او ۶۸۷ زره او ۷۰۰ افغانیو په ټولیز لګښت پلې کېږي.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ مسؤلینو او څارونکو انجنیرانو د پروژې له ساحې څخه د لیدنې پر مهال د قیر اچولو د چارو څارنه وکړه او د تخنیکي معیارونو سره سم یې د پروژې پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ښاري سړکونو د شبکې د وضعیت ښهوالی، د موټرو او ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او د دوړو کمول دي.
