د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک د کانکریټریزي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه، چې د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د ۳ میلیونه او ۲۸۹ زره او ۶۹۰ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه شوې ده.
یاده پروژه، چې ۴۶۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې آمریتونو، د دیارلسمې ناحیې اړوندو برخو د مسؤلینو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د پراختیايي پروژو د کار کیفیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې د دې پروژې د تطبیق بهیر د ښاروالۍ د مسؤلینو او څارونکو انجنیرانو له لوري په دوامداره توګه څارل شوی او د کار کیفیت او د تخنیکي معیارونو رعایت ته یې د پروژې د تطبیق په بېلابېلو پړاوونو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک کانکریټریزي یې د تګ راتګ د ښهوالي، د ترانسپورتي ستونزو د کمېدو او د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزمنه وبلله او د دې پروژې هرکلی یې وکړ.
بل لور ته، د «عمران بختیار» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو څرګنده کړه، چې د دې پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم، د څه باندې دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
