د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې اړوند په قلعه ریګ سیمه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او د کار پیل.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۰
د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې اړوند په قلعه ریګ سیمه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د قلعه ریګ کانال جوړولو پروژه، چې ۲۲۵ متره اوږدوالی او ۱.۱ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه د ۱ میلیون او ۲۷۶ زره او ۹۶۵ افغانیو په لګښت، د دولسمې ناحیې آمر الحاج ملا جمعه خان نقیب، د ښاري او سکتوري خدمتونو آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د څارنې او ارزونې آمریت وارسي کونکی انجنیر سباوون کاکړ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پرمختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «عمران بختیار» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د ۴۵ تقویمي ورځو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یو شمېر د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سطحي اوبو د ستونزو د حل او په دې سیمه کې د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي لپاره یو اغېزناک ګام وباله.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئولینو هم ډاډ ورکړ چې پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت کې بشپړه او د ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۰
Background image

د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې اړوند په قلعه ریګ سیمه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د قلعه ریګ کانال جوړولو پروژه، چې ۲۲۵ متره اوږدوالی او ۱.۱ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه د ۱ میلیون او ۲۷۶ زره او ۹۶۵ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس او مل پلاوي د پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه.

د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس، انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد، له خپل مل پلاوي سره د ښار په مرکز کې د څو مهمو پرمختیایي پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دغو پروژو کې د ښاروالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د بابا زنګي عطاء او عبدالعلي شاه توخي په عالي لېسو کې د ښاروالۍ د ښوونځي کمېټو جوړول او تجهيزول.

د بابا زنګي عطاء او عبدالعلي شاه توخي په عالي لېسو کې د ښاروالۍ د ښوونځي کمېټو جوړول او تجهيزول

د هغې محترمې آمريت د ۳۳۶ ګڼې مکتوب، د ۱۴۴۸/۱/۱۱ نېټې د لارښوونې له مخې، چې په ښوونځيو او. . .

BACK TO NEWS