هرات ښار کې د هیواد په کچه د موټرو لپاره د ځمکتل تر ټولو لویه پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
Mon, Sep 01 2025 9:06 AM
زیر گذر

د هیواد په کچه د معیاري ځمکتل د جوړولو تر ټولو لومړی او لویه پروژه د ۶۵ میلیون افغانۍ په ارزښت د هرات ولایت سیمه اېزې ادارې مسؤلانو په شتون کې افتتاح شوه.

دغه پروژه ۶۶۰ متر اوږدوالی او ۸ متر پلنوالی لري، چې د دویمې او درېيمې ناحیو اړوند د فهیم مارکيټ څخه بیا د اوبو رسونې تر ریاست او د اوبو رسونې له ریاست څخه بیا د مخابراتو تر جادې پورې به ورغول شي. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ ادارې پرمختیايي بودیجې څخه تمویلیږي او نن ورځ رسما د هرات والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار، د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب)، د یو شمېر ادارو رئیسانو او مسؤلانو په شتون کې افتتاح او اجرائیوي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

د پروژې د پرانیستلو په دغه مراسمو کې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار څرګنده کړه، چې دغه پروژه د افغانستان په کچه لویه پروژه ده، چې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د هرات ښار د ښکلا د زیاتوالي په موخه د هرات ښاروالۍ له لوري پلې کېږي. د هرات والي دغه راز زیاته کړه، چې د هرات ښار ورځني اړتیاوي د سیمه اېزې ادارې له لوري څېړل کېږي او د موټرو لپاره د ځمکتل جوړول یو له اړینو او مهمو اړتیا وو څخه بلل کېږي.

د هرات والي په خپلو خبرو کې د هرات ښاروالۍ له دوامداره هڅو او پرمختیايي کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ د اړوند ادارو له مسؤلانو او هرات خلکو وغوښتل، چې د دغې پروژې د لاښه پلي کېدو په موخه د ښاروالۍ ادارې سره همکاري وکړي.

په ورته مهال کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) د دغې سترې انکشافي پروژې د کار د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه، چې د هرات ښاروالۍ ادراه په روان ۱۴۰۴ مالي لمریز کال لپاره ۷۷ لویې پرمختیايي پروژې د ۹۷۰ میلیون افغانۍ په ارزښت په پلان نیولي ، چې تر دې مهاله د ۱۲ انکشافي پروژو چارې بشپړ شوي او د ۴۲ پروژو عملي چارې روانې دي او پاته پروژې تر تدارکاتي طی مراحل لاندې دی.


د هرات ښاروال دغه راز وویل، چې د زیرګذر د جوړو پروژه د ۱۴۰۴ مالي کال د لویو انکشافي پروژو له جملې څخه ده، چې په پلي کېدو سره یې د ترافيکي ستونزو د رفع کولو او ګڼه ګوڼې د کمښت او د تګ راتګ په برخه کې ښاریانو ته به لازمې او پراخي آسانتیاوي  برابرې شي.

په ورته مهال کې د قراردادي شرکت مسؤلان د دغې پروژې د کار د کیفیت په اړه ډاد ورکوي او وايي، چې د پروژې چارې به د قرارداد د مفاد او شرطپاڼې د مندرجاتو سره سم بشپړ کړي.

بلخوا، د هرات ښاریان د ددغې پروژې د کار د پیل له امله خوښي ښيي او وايي، چې دا پروژه به د ښار ښکلا، په تګ راتګ کې آسانتیا او ترافیکي ګڼه ګوڼه به خورا راکمه کړي، دوی د هرات ښاروالۍ او قراردادي شرکت له مسؤلانو غوښتنه کوي ترڅو د پروژې چارې په لوړ کیفیت په خپل ټاکلې مهال بشپړ کړي.
د ویلو ده، د ددغې پروژې چارې د قراردادي شرکت (هرات ټاور) له لوري د پنځمو نقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 8:54 AM
Background image

افتتاح و آغاز کار اولین پروژه بزرگ اعمار زیرگذر معیاری در سطح افغانستان در ولایت هرات.

نخستین پروژه بزرگ اعمار زیرگذر معیاری در سطح افغانستان، به ارزش مجموعی حدود ۶۵ میلیون افغانی، امروز در شهر هرات با حضور مقام‌های اداره محلی این ولایت افتتاح شد.

این پروژه به طول ۶۶۰. . .

Sat, Jul 26 2025 2:27 PM
Background image

آغاز کار پروژهء آسفالت سرک تخت صفر الی پوهنتون غیاثیه به طول ۲ کیلومتر و به هزینهء حدود ۲۴ میلیون افغانی

کار پروژهء آسفالت سرک از مسیر تخت صفر الی پوهنتون غیاثیه به طول ۲۰۰۰ متر و عرض ۷ متر، همراه با احداث پلچک‌های آن، به هزینهء مجموعی حدود ۲۳٬۷۴۸٬۵۰۰ افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات،. . .

Wed, Jul 09 2025 7:32 AM
Background image

آغاز کار پروژهء آسفالت کوچهء زین‌العابدین حوض کرباس به طول ۳۴۵ متر و هزینهء بیش از ۹.۵ میلیون افغانی در ناحیهء هفتم شهر هرات

کار پروژهء آسفالت کوچهء زین‌العابدین حوض کرباس، به طول ۳۴۵ متر و عرض ۸ متر، همراه با احداث کانال‌های دو طرف آن، به هزینهء مجموعی بیش از ۹.۵ میلیون افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات،. . .

BACK TO NEWS