د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې د کار پرانیسته،ترسره شوه.

web_admin
Tue, Aug 04 2026 10:43 AM
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې د کار پرانیسته،ترسره شوه.

د ښاري سړکونو د شبکې د ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا، د دوړو او خاورې د کمښت او د ښاري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۵۰۵ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۸۱۱ زره او ۱۴۱ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د پنځمې ناحیې آمر، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراوو د رئیسـانو، د سیمې اوسېدونکو او د دې ادارې د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل او پیل شول.

په همدې حال کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د کار له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله;هغوی همدارنګه د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې د هرات ښاروالۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه.

له بلې خوا، د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او په ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 2:06 PM
Background image

Herat Municipality Inaugurates Concrete Canal Construction Project from Bagh-e-Zanana to Darb-e-Malek

Herat Municipality has officially inaugurated and commenced the construction of a concrete canal extending from Bagh-e-Zanana to Darb-e-Malek in the ninth municipal district of Herat. . .

Tue, Aug 04 2026 10:47 AM
Background image

Herat Municipality Inaugurates Asphalt Paving Project West of Herat University

Herat Municipality has officially inaugurated and commenced the asphalt paving project of the road west of Herat University, located in the fifth municipal district of Herat city, with. . .

BACK TO NEWS