د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د بیارغونې او احیا پروژې پرانیسته او د چارو پیل.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۸
د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د بیارغونې او احیا پروژې پرانیسته او د چارو پیل.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د موجوده جمنازیوم ترڅنګ، د ترقی (ملکیار) پارک د سوېل لوېدیځې برخې د احیا او بیارغونې پروژه، د ۱۴ میلیونه او ۹۹۳ زره او ۹۱۰ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي عبدالعلي متقي، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د ښاري پلانونو د ترتیب آمریت مسؤل، د ښاروالۍ د شنه‌ساحو د عمومي مدیریت مسؤلینو او یو شمېر ښاریانو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او چارې یې پیل شوې.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د ښاري پارکونو د احیا او بیارغونې پر اهمیت ټینګار وکړ او د یادې پروژې موخه یې د شنو ساحو پراختیا، د ښاریانو لپاره د تفریح او استراحت د مناسبو چاپېریالونو رامنځته کول او د ښار د ښکلا لوړول وبلل.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د پارک د احاطوي کټارې جوړول، د موجوده جمنازیوم دواړو خواوو ته د موټرونو تم‌ځایونو جوړول، د ویالو او پلي لارو جوړول د انټرلاک خښتو په وسیله، د روښنايي سیسټم نصب او د پروژې د نورو اړوندو برخو پلي کول، د دې پروژې له مهمو کاري برخو څخه دي.
له بلې خوا، د «توسعه افغان» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د دې پروژې ساختماني چارې به د تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو سره سم، د اړین کیفیت په رعایتولو او په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.
په همدې حال کې، د هرات یو شمېر ښاریانو هم د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او د ترقی (ملکیار) پارک بیارغونه یې د ښاري چاپېریال د ښه‌والي، د تفریحي امکاناتو د زیاتوالي او د کورنیو او ځوانانو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې مهمه بللې ده. هغوی د ښار د پارکونو د پراختیا او زرغونتیا لپاره د مسؤلینو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه به د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

افتتاح

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه احیا و بازسازی بخش جنوب‌غربی پارک ترقی (ملکیار) با هزینه‌ای نزدیک به ۱۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

کار پروژه احیا و بازسازی بخش جنوب‌غربی پارک ترقی (ملکیار)، واقع در جوار جمنازیوم موجوده مربوط ناحیهء چهارم شهر، با هزینه‌ای مجموعی ۱۴ میلیون و ۹۹۳ هزار و ۹۱۰ افغانی از بودجه انکشافی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه همراه با اعمار کانال‌گذر افضل‌آباد و حمام موسی‌ها با هزینه‌ای نزدیک به ۸ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

کار پروژه کانکریت‌ریزی کوچه‌همراه با اعمار کانال‌، به شکل کانکریت سیخ‌دار و سنگی، در موقعیت‌های مختلف گذر افضل‌آباد و حمام موسی‌ها، واقع در ناحیه چهاردهم شهر هرات، به طول مجموعی ۱۸۹۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه‌ احداث کانال خواجه مرادبخش و معلم ۳ با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی در ناحیه اول شهر هرات.

پروژه‌ء احداث کانال در سمت شمال خواجه مرادبخش (آخر جوی) و کانال معلم ۳، مربوط گذر جی ۶ ناحیه اول شهر هرات، به طول مجموعی ۵۲۵ متر و با هزینه‌ای بیش از ۴.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی. . .

BACK TO NEWS