د هرات ښاروال د ښار په کچه د پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۱۱
د هرات ښاروال د ښار په کچه د پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ د مشرتابه او مسؤلینو له لوري د ښار په پنځلسو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو د څارنې د لړۍ په دوام، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د یادې ادارې د مقام دفتر له آمر سره یوځای، پرون شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د میزان په ۱۱مه نېټه، د هرات حوزوي روغتون مخې ته د تجارتي او طبي زیر گذر د جوړولو پروژې او د ښاروالۍ د تر ټولو لویې ۱۲ پوړیزې تجارتي ودانۍ د لومړي فاز، چې په شهرنو سیمه کې موقعیت لري، له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال د یادې لیدنې پر مهال د نوموړو پروژو د پرمختګ بهیر او د چارو کیفیت و ارزوه او د تخنیکي معیارونو د رعایت، د ودانیزو چارو د کیفیت او د پروژو د چارو پر خپل وخت بشپړېدو یې ټینګار وکړ.

محترم مولوي «نعماني» د پروژو له تطبیق کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل، چې د چارو د ترسره کولو بهیر د نقشو، تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شوو معیارونو مطابق پر مخ یوسي او پروژې په مطلوب کیفیت او معیاري ډول بشپړې کړي.
د هرات ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي، چې د پراختیايي پروژو څخه به د کیفیت د تأمین، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د پراختیايي بودجو د اغېزمنې استفادې په موخه دوامداره او منظم نظارت په همدې توګه دوام ولري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

بازدید و نظارت شاروال هرات از جریان کار پروژه‌های انکشافی در سطح شهر.

به سلسله برنامه‌های نظارتی رهبری و مسئولان اداره شاروالی هرات از جریان کار پروژه‌های انکشافی در نواحی پانزده‌گانه شهر، محترم الحاج مولوی حمدالله نعمانی، شاروال هرات، همراه با آمر مقام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۲
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژهء اعمار کانال سمت غرب جادهء بادمرغان تا فلکهء بکرآباد با هزینهء حدود ۳ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژهء اعمار کانال جادهء بادمرغان تا فلکهء بکرآباد، مربوط گذرهای پنجم، ششم و هفتم ناحیهء سوم شهر هرات، با هزینهء حدود ۳ میلیون افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات تکمیل و به بهره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۳
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه آسفالت جادهء آخر شهرک عرفان با هزینهء ۴ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات.

پروژهء آسفالت جادهء آخر شهرک عرفان همراه با احداث کانال‌های دو طرف آن، واقع در ناحیهء ششم شهر هرات، به طول ۲۹۰ متر و عرض مؤثر ۷ متر با هزینهء ۴ میلیون افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی. . .

BACK TO NEWS