د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژه، چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته د کانالونو جوړول هم شامل دي، د هرات ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو مؤثره سور سره، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او شپږمې ناحیې آمرین، د انجینرۍ عمومي مدیر، د سیمې مخور، د ګذر وکیلان او د سیمې د انکشافي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا او د غوره ښاري اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې ده.

دوی ټینګار کوي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د زیربنایي او انکشافي پروژو په پلي کولو سره د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ته معیاري سړکونو او غوره ښاري خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د عرفان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې هرکلی وکړ او د دغه سړک اسفالت یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ژوند د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله. دوی همدارنګه د ښار د بېلابېلو سیمو متوازن پرمختګ ته د هرات ښاروالۍ د پاملرنې قدرداني وکړه.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسؤولین وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم او په مطلوب کیفیت بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري، د تخنیکي مشخصاتو مطابق، د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

افتتاح

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او کار یې پیل شو.

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې د نهم ګذر اړوند د «مرحوم حاجي ولي‌احمدخان یوسفزي» په سیمه کې د کوڅو د کانکریټ‌اچونې پروژه، چې ورسره د اړوند کانال جوړول هم شامل دي، د ۳۱۰ متره اوږدوالي او ۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۴۳
Background image

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د سب‌بېس جوړولو او قیر اچونې پروژې پرانیسته او د کار پیل، د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د قارون رود څخه تر موټرپلورونکو بازار پورې د سړک د شمالي لین د جوړولو او قیر اچونې پروژه، چې ورسره د سړک په یوه غاړه کې د کانال جوړول هم شامل دي، د ۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۶
Background image

د هرات ښاروالۍ له لوري د هرات ښار په اتمه ناحیه کې د مستوفیت له عمومي سړک څخه د باغ مراد څلورلارې پورې د سړک د ختیځ لین د غاړې د لومړۍ لایې دقیر اچولو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې ده، چې دغه سړک په دوو لایو کې قیر شي او د کار له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه ۸۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې. . .

BACK TO NEWS