د هرات ښار په مرکز کې د ځمکلاندې لارې د پاتې برخو د قیر اچونې د چارو بشپړېدل!
د هرات ښار په مرکز کې د ځمکلاندې لارې د پروژې د پاتې برخو د قیر اچونې چارې تېره شپه د هرات ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې.
د هرات ښاروالۍ مسئولین وایي، چې د دې برخې د چارو په بشپړېدو سره د ځمکلاندې لارې د پروژې د ټولو پاتې برخو د قیر اچونې بهیر هم پای ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د هرات ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د ترافیکي وضعیت د ښه والي، د وسایطو د ازدحام د کمولو او د ښاریزانو د تګراتګ د اسانتیا په موخه د هرات ښاروالۍ له لوري تطبیق شوې ده.
