د هرات ښاروالې لخوا د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دلقرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه پرانیسته او کاریې پیل شو.
د هرات ښار د دویمې او لسمې ناحیو اړوند د درب قندهار د سه پلک ها له مسیر څخه تر بروغ ها دلقرار پورې د سړک د ختیځ لین د قیر اچونې پروژه، د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه او ۸۹۳ زره او ۵۵۰ افغانیو په لګښت، په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
دغه پروژه د ۲۱۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور سره، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیفالجهاد، د دویمې او لسمې ناحیو آمرانو، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر، سیمهییزو مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د دې پروژې پلي کېدل د سړکونو د وضعیت د ښهوالي، د تګ راتګ د اسانتیا او ښاریانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې اغېزمن بللي او د هغې د پلي کېدو د کیفیت پر څارنې یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د اړوندو ناحیو یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړې او د تګ راتګ د وضعیت ښهوالی، د ترانسپورټي ستونزو کمښت، ارتباطي لارو ته د اسانه لاسرسي او د ښاري اسانتیاوو رامنځته کېدل یې د دې پروژې له مهمو ګټو څخه بللي او د چارو د معیاري او پر وخت پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا، د سلما ټاور ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت په اړه ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې دغه پروژه به د تخنیکي مشخصاتو مطابق، په غوره کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د سلما ټاور ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شپږو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
