د هرات ښاروالۍ له خوا هرات ښار کې د عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام پیل.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۶:۳۵
حشر

د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست د لارښوونې او د ښاري ژوند دود د پیاوړتیا او ترویج په موخه، د ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د آمریت په همغږۍ سره، د ښار پنځلس ناحیو د پاکولو عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام، نن پنجشنبه، د ۱۴۴۶ کال د ۵/۲۶ نېټې سره سم، د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون په هرات ښار کې پیل شو.

الحاج مولوي جلال‌الدین حقدوست، د هرات ښاروالۍ وارسي کونکي مرستيال د ښاروالۍ ، د دې پروګرام په پرانیسته کې وویل چې د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول د ښاري ژوند دود په رواجولو کې ډېر اغېزناک دي. هغه د پاکوالي او صفايۍ اهمیت د اسلام د مبین دین د اصولو او د نبوي ص سنتو  برخه وبلله او له محترمو ښاریانو یې وغوښتل چې د ښاروالۍ د نارنجي‌پوښانو سره په ګډ کار کولو او مرستې سره د هرات ښار د لرغونو دودونو او عنعناتو ساتنه وکړي.

په همدې حال کې، مولوي عبدالاحد خیرخواه، د ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ رئیس، د کلتوري او ټولنیزو چارو د آمریت هڅې وستایلې او د خلکو بېلابېلو قشرونو ته یې بلنه ورکړه چې په دې مهم او ارزښتناک پروګرام کې برخه واخلي. مولوي خیرخواه وویل: د ښار او ټولنې پاکي او صفايي د هغې د کلتور او ادب ښکارندوی ده. هغه زیاته کړه چې د هرات ښار د پاکو، فرهنګي او پرمختللو ښارونو له ډلې څخه دی، نو اړینه ده چې د سړکونو له غاړو، پلې لارو او ويالو څخه ټولې جامد کثافات راټول او لېرې شي.

همدارنګه، الحاج مولوي غلام حضرت امیني، د ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو آمر، وویل چې دا عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، د ښاروالۍ د ښوونځیو کمیټو، خصوصي پاکولو خدماتو او د ښاروالۍ د تنظیف آمریت په همکارۍ سره پیل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ژمي د موسم په رارسېدو او د بارانونو د پیل په درشل کې به جامد کثافات له ښار څخه راټول او لېرې کړل شي.

په همدې حال کې د هرات ښار ښاریانو د ښاروالۍ د دې طرحې هرکلی وکړ او د نارنجي‌پوښانو او خصوصي تنظیف ډلې ترڅنګ یې د سړکونو او پلې لارو څخه د کثافاتو په راټولولو کې برخه واخیسته.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۶
Background image

هرات ښار کې د هیواد په کچه د موټرو لپاره د ځمکتل تر ټولو لویه پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

د هیواد په کچه د معیاري ځمکتل د جوړولو تر ټولو لومړی او لویه پروژه د ۶۵ میلیون افغانۍ په ارزښت د هرات ولایت سیمه اېزې ادارې مسؤلانو په شتون کې افتتاح شوه.

دغه پروژه ۶۶۰ متر اوږدوالی او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۶:۲۵
Background image

د هرات ښاروال د ښار د مختلفو نواحېو د پراختیايي پروژو نه ليدنه وکړه .

د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجی صاحب او ورسره د دغه ادارې تخنيکي او مسلکي رئيس انجینير محمد ایوب سیف الجهاد ، د کتني ارزونې آمر، د انجينيرۍ عمومي مدير د ښار د مختلفو نواحېو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۶:۳۵
Background image

د هرات ښاروالۍ له خوا هرات ښار کې د عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام پیل.

د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست د لارښوونې او د ښاري ژوند دود د پیاوړتیا او ترویج په موخه، د ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د آمریت په همغږۍ سره، د ښار پنځلس. . .

BACK TO NEWS