د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د ملاسیان سړک څخه تر آب بردې پورې د سرپوښ لرونکي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل او عملي چارې یې پیل شوې.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۸:۳۶
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د ملاسیان سړک څخه تر آب بردې پورې د سرپوښ لرونکي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل او عملي چارې یې پیل شوې.

د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د ملاسیان سړک څخه تر آب بردې پورې د ۵۱۰ متره په اوږدوالي د سرپوښ لرونکي کانال د جوړولو پروژه، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۲ میلیونه، ۴۹۲ زره او ۹۹۹ افغانیو په ټولیز لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس، انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، له لوري د نهمې ناحیې د آمر ملا ګل احمد رحیمي، د څارنې او ارزونې آمریت وارسي کونکی، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او د نهمې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

په همدې حال کې د «هري دلتا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه چې یاده پروژه به د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د شرایطو او ټاکل شوي مهالویش سره سم، په لوړ کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

بل لور ته، د هرات ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د پروژې پلي کېدل یې د اوبو د بندېدو ستونزو د هواري، د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري خدمتونو د ښه والي لپاره یو ارزښتناک ګام وباله. هغوی همدارنګه د هرات ښار د ابادۍ او پراختیا په موخه د ښاروالۍ له ټولو پروګرامونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو لیکل!

د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

BACK TO NEWS