د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو لیکل!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو لیکل!

د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د هرات د پنج ستاره هوټل دېوالونه رنګ کړل، انځورګري یې پرې ترسره کړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په پیغامونو یې ښکلي کړل.

د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د پنج ستاره هوټل د دېوالونو د رنګولو له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د ښاري عمومي او فرعي سړکونو د پاکوالي او ښکلا پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ، د هرات ښاروالۍ د تنظیف او شنه‌والي برخو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پاک‌کارۍ، د پارکونو او شنو ساحو د ساتنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د هرات ښاروال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو خپرول د بېلابېلو لارو چارو له مخې، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو او احکامو د تطبیق په برخه کې ګټور وبلل.

په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد خیرخواه، وایي چې د دې ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت د سترو انکشافي پروژو، لکه سلما بند، پاشدان بند، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ، د ټاپي پروژه او د هرات د سمنټو پروژه، د انځورونو په طرحه کولو سره د دې ګڼې ګوڼې سیمې ښکلا لا زیاته کړې او د سترو انکشافي پروژو د تطبیق په اړه یې د ښاریزانو د هیلو او باور سبب ګرځېدلی دی.

په ورته وخت کې، د دې ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر، حاجي مولوي غلام حضرت امیني، وایي چې د باغ اسلامي څلورلارې او د پنځه ستوري هوټل د دېوالونو په موقعیتونو کې په ټولیز ډول د ۷۵۰ مترو څخه په زیاته کچه انځورګري او رنګول ترسره شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د عامه ځایونو یو شمېر نور دېوالونه هم د دغه آمریت له لوري رنګ او شعارونه پرې ولیکل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۹
Background image

د هرات ښاروالۍ ریاست او د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ترمنځ د دوه اړخیز تفاهم‌لیک لاسلیک.

د ښاروالیو د چارو د عمومي انسجام محترم ریاست د ۴۰۳ ګڼې، د ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ نېټې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د نهال‌نشانۍ اهمیت او ارزښت، د ښار د پاکوالي او نظافت او د ښار او چاپېریال په وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د هرات ښار د بېلابېلو قشرونو په ګډون د پراخ تنظیفي عمومي د حشر پیل د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست د ۹۶۷ ګڼې، د ۱۴۴۸/۱/۲۶ نېټې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ او د ښاري ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا او دودولو په موخه.

د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت په همغږۍ، نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸/۴/۲۴ نېټه، د هرات ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د عمومي پاک‌کارۍ حشر، د خلکو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري، د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کبابیان سړک د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

د کبابیان سړک د آسفالت او بنسټ جوړونې پروژه چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند موقعیت لري، د سړکونو د بیارغونې د پلان له مخې، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰.۵ مترو په پلنوالي سره د ۹. . .

BACK TO NEWS