د هرات ښاروالۍ ادارې لخوا د ښاري ناحیو په اړوند ساحاتو کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین دوام لري.
د هرات ښاروالۍ ادارې د نیالګيو کښېنولو په لړ کې، دا ځل د دغې ادارې د زرغونتیا عمومي مدیریت له لوري ۴۰۰ اصله د ناجو، سرو او ارغوان نیالګي جبرائیل پارک کې کښېنول شوه.
د هرات ښاروال د دغه ولایت له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، ترڅو د نیالګښو کښېنولو موسم کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ښار د زرغونو سیمو د پراختیا او ودې لپاره نیالګي کښېنوي.
دا په داسي حال کې ده، چې د هرات ښاروالۍ د شنو سیمو د توسعې لپاره، ۲۸ زره مختلف النوع غیرمثمر نیالګي د ښار په مختلفو سیمو کې کښېنوي.
