د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع حساب ورکولو غونډه ترسره شوه   د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په موخه، د هرات ښار له ښاریانو سره د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمین په هدف، د حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۸
د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع حساب ورکولو غونډه ترسره شوه   د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په موخه، د هرات ښار له ښاریانو سره د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمین په هدف، د حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هرات والي مفتي نورالدین احمد اسلام جار، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري حکومتولۍ، فني او مسلکي او عوایدو او محاسبې ریاستونو رئیسانو، یو شمېر داخلي آمرینو، د ګذر وکیلانو او د ښاري ناحیو د پراختیايي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.
 
غونډه د الله تعالی د روح‌بښونکو کلام څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 
وروسته، د هرات والي مفتي نورالدین احمد اسلام جار د ښاروالۍ د روان مالي کال د دوهم ربع د حساب ورکونې په غونډه کې د ښاري ژوند د فرهنګ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
شیخ اسلام جار وویل، چې ښاري ماستر پلان د خلکو او د ګذر د وکیلانو په همکارۍ تطبیقېږي او په دې برخه کې د ټولو اړوندو لورو هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده.
 
ورپسې، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني د دې غونډې د جوړېدو موخه له ښاریانو سره د هرات ښاروالۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د روڼ او شفاف راپور شریکول وبلل.
 
د هرات ښاروال وویل: «ملت ته حساب ورکول د اسلامي نظام له اصولو څخه دی او د ښاروالۍ مسؤلین باید د خلکو پر وړاندې حساب ورکوونکي وي.»
 
نوموړي زیاته کړه، چې د دې ادارې له لوري له ښاریانو څخه راټولېدونکي ټول عواید به په شفاف او متوازن ډول د هرات ښار د انکشاف او پراختیا په موخه ولګول شي.
 
د هرات ښاروال همداراز وویل، چې ښاروالۍ د ټولو ښاریانو ګډ کور دی او ښاریان کولای شي خپلې نظریې، وړاندیزونه او عریضې د هرات ښاروالۍ له مشرتابه سره شریکې کړي.
 
هغه څرګنده کړه، چې د هرات ښاروالۍ په ۱۴۰۵ مالي کال کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ لویې پراختیايي پروژې په خپل پلان کې شاملې کړې دي، چې د ۴۲ پروژو چارې یې پیل شوې دي.
 
په دوام کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالواحد خیرخواه، د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو خپرول، د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون د غونډو جوړول، د ګذر وکیلانو لپاره د روزنیزو سیمینارونو ترسره کول، د ښاروالۍ د اداري غونډو جوړول، د ۵۰ تنو ګذر وکیلانو او ۵۰ تنو د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو ټاکل، د «ښاروالۍ–ښوونځي» د درېیو کمېټو جوړول، د ادرس ورکولو او سړکونو د نومولو له پروژې څخه څارنه او یو شمېر نور مهم پروګرامونه د دې ریاست د دوهم ربع له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.
 
له بلې خوا، انجینر صباوون کاکړ، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي ریاست په استازیتوب د پلانونو د ترتیب او ښاري پلانونو د پراختیا آمر، وویل، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ لویې پراختیايي پروژې د دې ادارې په پلان کې شاملې شوې دي، چې د دوهم ربع په جریان کې یې د ۳۸ پروژو د کار چارې پیل شوې، ۱۴ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او ۲۸ نورې پروژې د سروې او تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په پړاو کې دي.
 
د هرات ښاروالۍ د ښاري پلانونو آمر د ترافیکي او سوداګریزو زیرزمینیو، سوداګریزو او اداري ودانیو، استنادي دېوالونو، د ښار د سړکونو او جادوګانو د روښانولو، د سړکونو د اسفالت او کانکریټ اچونې، د کانالونو د جوړولو، د تفصیلي پلانونو د طرحې او ترتیب، د ښار تنظیف، د شنو ساحو د پراختیا، د سړکونو د خط‌اندازۍ، د بلوارونو رنګولو، د ښار د منظرې د تزئین او ښکلا، د ښاري نظم د تأمین او د بیو د ارزونې او کنټرول چارې د روان کال لپاره د دې ریاست له مهمو پروګرامونو څخه وبللې.
 
ورپسې، امان‌الله عظیمي د هرات ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې ریاست په استازیتوب د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د عوایدو او لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په یاد ربع کې د راټولو شویو عوایدو ټولیزه کچه شاوخوا ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسېدلې ده.
 
نوموړي زیاته کړه، چې یاد عواید د دولتي، استوګنیزو او سوداګریزو ملکیتونو د صفایۍ له درکه، د پلانونو د نقشو د ویزې محصول، د لوحو او اعلانونو ټکس، د صنفي جوازنامو د ښاري خدمتونو محصول، له ګمرک څخه د داخلېدونکو وسایطو د ښاري خدمتونو محصول، د ترافیکي عوارضو د ښاري خدمتونو محصول، د هرات ښاروالۍ د ملکیتونو د کرایې او نورو عایداتي سرچینو له لارې راټول شوي دي.
 
ښاغلي عظیمي همداراز د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع عادي او پراختیايي لګښتونه ټولټال ۲۲۱ میلیونه افغانۍ وبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع حساب ورکولو غونډه ترسره شوه   د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په موخه، د هرات ښار له ښاریانو سره د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمین په هدف، د حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هرات والي مفتي نورالدین احمد اسلام جار، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري حکومتولۍ، فني او مسلکي او عوایدو او محاسبې ریاستونو رئیسانو، یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۲۴
Background image

ټولو درنو او عزتمندو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ښاري ژوند د فرهنګ د ودې او پیاوړتیا او همدارنګه د پاکوالي او نظافت د فرهنګ د بنسټیز کېدو په موخه.

د هرات ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تلې میاشتې په ۱۵مه، چهارشنبه د هرات باستان د دولتي ادارو د مسئولینو، خصوصي سکتور، خیریه بنسټونو او درنو ښاریانو په ګډون د «عامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هرات ښاروال د ښار په کچه د پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ د مشرتابه او مسؤلینو له لوري د ښار په پنځلسو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو د څارنې د لړۍ په دوام، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د یادې ادارې د مقام. . .

BACK TO NEWS