د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د سړک پر سر ټولو ګرځنده چرخ‌دارو او بساط‌ لرونکو د پام وړ.

web_admin
د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د سړک پر سر ټولو ګرځنده چرخ‌دارو او بساط‌ لرونکو د پام وړ.

محترمو! په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو ګرځنده کراچۍ‌والو او بساط‌لرونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت د ګډ پلان له مخې، هغه ګڼ‌مېشت فعالیتونه چې د بې‌نظمۍ، ترافیکي ګڼې‌ګوڼې او د عامه لارو د بندېدو سبب ګرځي، اړتیا ده چې مناسبو ساحو ته تنظیم شي.

له همدې امله، په پورته یادو شوو ساحو کې د ټولو ګرځنده کراچۍ‌والو او بساط‌لرونکو فعالیتونه منع دي.

له ټولو اړوندو کسانو څخه هیله کېږي چې د دې خبرتیا له حکم سره سم عمل وکړي.

Documents

د هرات شاروالی خبرتیا

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۶
Background image

د هرات ښاروالۍ خبرتیا د خواجه کلې له جنوبي لین څخه تر برامان پورې د مسیر ټولو درنو دوکاندارانو، ګرځنده پلورونکو (تربار پلورونکو) او چرخ‌او‌بساط لرونکو د پام وړ!

محترمو!
په دې وسیله د یادې شوې ساحې ټولو مسؤلینو، دوکاندارانو او د کراچۍ او بساط (سبزي‌فروشان) لرونکو ته خبر ورکول کېږي چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۲۱) ګڼې فرمان پر بنسټ، د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ټولو هغو چرخ‌لرونکو، بساط‌لرونکو او یخچال‌لرونکو د پام وړ، چې د ولایت دو سړکه څخه تر هرات ولایت د بدني روزنې ریاست جمنازیوم پورې فعالیت کوي.

محترمو!

په دې وروستیو کې د ښاري نظم د ستونزو د ارزونې، د حل‌لارو د ترتیب او د خنډونو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه د لازمو اقداماتو په اړه، په ځانګړې توګه د هرات ولایت د دو سر سیمې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د هرات ښار د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو ټولو محترمو د ضایعاتو (نمکي) پېرودونکو او پلورونکو ته.

د هرات ښار د پنځلس‌ګونو ناحیو د ضایعاتو (نمکي) ټولو پېرودونکو او پلورونکو ته په جدي توګه خبر ورکول کېږي!

درنو محترمو!

په دې وروستیو کې د ښاري نظم د ستونزو د ارزونې، د حل‌لارو د ترتیب . . .

Back to announcements