د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د ۱۵۰۰ متره کانال د جوړولو پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه!
د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د منارو څخه تر مولانا عبدالرحمن جامي«رح» فلکه یې پورې د سړک د ختیځ لین د کانال د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۱۵۰۰ متره دی، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۵۲۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، د پنځمې ناحیې آمر، د ښاروالۍ مقام د دفتر آمر، د نظارت او ارزونې آمریت د وارسي کونکي، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسـانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
د «استوار سازان» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو د دې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، چې د کانال د جوړولو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، د ۲۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې شوې دي.
په همدې حال کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه هرکلی وکړ او دا یې د چاپېریال د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د ډنډېدو د مخنیوي لپاره یو مهم او اړین اقدام وباله. هغوی د ورته پروژو پلي کول د ښاریانو د ستونزو په حل کې اغېزمن وبلل او په دې ناحیه کې یې د زیربنایي پروژو پر دوام ټینګار وکړ.
